د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

۱۳۹۴، د بشري حقونو د سرغړونو او تاوتریخوالي ډک کال و


په افغانستان کې د بشري حقونو مدافع ډلې په ۱۳۹۴ کال کې په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه بولي.

په افغانستان کې هره ورځ په یوه ډول نه یوه ډول بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

وخت ناوخته د دغه هېواد په سړکونو،لویو لارو، بازارونو او کورونو کې په چاودنو انتحاري حملو او ډزو سره د خلکو وینې تویېږي، د تنکیو ځوانانو په پښو کې یې د ګډا لپاره زنګونه تړل کېږي او په عام محضر کې ښځې وهل ټکول کېږي یا ان اور ور اچول کېږي.

خو دلته له دا ټولو کړاوونو سره خلکو عادت اخیستی په زړونو کې غمونو غوټې کړي دي.

په افغانستان کې په ۱۳۹۴ کال کې د بشري حقونو وضعیت تر نورو هغو ډېر خرابه بلل شوی چې په کې د ملکیانو مرګ ژوبله او د ښځو او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په یاد کال کې د بشري حقونو وضعیت ډېر زړه ماتوونکی دی.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کال کې ۷۴۹۳ کسان په افغانستان کې وژل شوي او ټپيان دي چې اکثر یې د انتحاري حملو او جګړو قربانیان دي:

"کله چې موږ د مرګ ژوبلې مساله مقایسه کوو په هماغې اندازې چې تېر کال وه اوس هم ده خو اوس د دغو مرګ ژوبلو په عواملو کې هغه هم په ګروپونو کې بدلون راغلی دی.، ډېر تلفات د انتحاري حملو او ځمکنیو جګړو له امله و."

تېر کال افغانستان د ډېرو نا امنیو شاهد و چې له هغې ډلې د طالبانو لاس ته د کندز ښار او د هېواد د ځېنو نورو ولسوالیو لنډ مهالي لوېدل د دغو نا امنیو عمده بېلګې دي چې په کې افغان ملکیانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۱۳۹۴ کال کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو یوه بېلګه همدا د کندز ښار د موقتي سقوط مساله ده چې په کې ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته، مالي تاوانونه یې ولېدل.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون او د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو لاس ته د کندز ښار د لنډ مهالي لوېدو پر وخت د ملکیانو له وژل کېدو، پر ښځو له جنسي تېري او د خلکو د مالونو د غلا او لوټولو خبر ورکړ.

خو دا خبرې وسله والو طالبانو په کلکه رد کړې وې.

د بشري حقونو د ماتولو بېلګې په کندز نه ختمېږي په ننګرهار کې د داعش ډلې له خوا د ماشومانو د سینې څېرې کول او په ماینونو باندې د سپین ږیرو کینول هم د بشري حقونو د نقض نورې بېلګې دي چې په ۱۳۹۴ کال کې یې ټولو ته ټکان ورکړ.

خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان خاص استازي نیکولاس هایسم په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په دغه کال کې څه باندې ۱۱ زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې څلورمه برخه یې ماشومان دي.

د ولسي جرګې د بشري حقونو او ښځو چارو کمېسیون هم د بشري حقونو نقض د امنیت په نشتوالي پورې تړي او وايي چې د امنیت نشتوالي د بشري حقونو د ماتولو لپاره لاره هواره کړې ده.

د دغه کمېسیون مشرې فوزیه کوفي په دې اړه وویل:

"د بشري حقونو خبره له امنیت سره مستقیمه رابطه لري، زما په نظر ددې لپاره چې ۱۳۹۴ کال له امنیتي ستونزو سره مخ و ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې او ځینې ولایتونه هم د هغوی له خوا موقتي کنټرول شول، دا په خپله ددې لامل شو چې د بشري حقونه تر اندازې زیات تر پښو لاندې شي."

د بشري حقونو په ماتېدو سره تر ټولو لویه برخه چې ډېره زیانمنونکې ده ښځې دي.

په ۱۳۹۴ کال کې په افغانستان کې له ډېرو ښځو سره داسې ناوړه چلندونه وشول چې تاریخ یې ولړزاوو.

د رخشانې سنګسار، د ریزه ګل د پوزې پرې کول او د یوې بلې ښځې د سر پرې کول او د نورو لسګونو ښځو سره بد چلند چې کېدای شي له خلکو پټ پاتې شوي وي.

دوه ښځې چې سخت تاوتریخوالی ورسره شوی دی په دې اړه وايي:

"یو عمر مې غم تېر کړی دی، پلار او مور مې نه لرل، دومره مې وهل خوړلې چې پوښتنه یې مه کوه، په لمدو لښتو یې وهلې یم چې ان مې اعصاب له لاسه ورکړي دي."

"په غاړه کې یې ټېکرۍ راوتاړه، لاس او پښې یې راته وتړل، بیا مې ډېرې چیغې ووهلې."

د دوی په څېر ډېرې ښځې دي چې سختې ځورول شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مني چې له ښځو نه د هغوی د حقونو د ور رسولو په برخه کې پوروړي دي او په ۱۳۹۴ کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیو ته ډېره رسېدګي نه ده شوې.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار وايي چې په ۱۳۹۴ کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۱۳۲ پېښې دوی ثبت کړي دي په داسې حال کې چې دا شمېر وړم کار ۴۸۷۳ و.

د بشري حقونو کمېسیون دفتر ته هره ورځ ډېرې ښځې ورځي چې ورسره د شوي تاوتریخوالي په اړه شکایت ولیکي خو ډېری یې نیوکه کوي چې خبرې یې نه منل کېږي او دوسیې یې هم په میاشتو میاشتو څوک نه ګوري.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په وروستیو کلونو کې ځینې هڅې هم شوي دي چې په کې ډېرې ښځې په خپله د ښځو د حقونو د مدافعین په توګه نه ستړې کېدونکي فعالیتونه کوي.

صفیه صدیقي یوه له همدغو فعالانو څخه ده او وايي چې په ۱۳۹۴ کال کې ښځې تر بل هر هرکاله سختې وځپل شوې:

"د افغانستان د ښځو لپاره ۱۳۹۴ کال یو له خطراتو ډک او له بدو خاطرو ډک کال و، موږ او تاسې ولېدل چې ښځې په ډېر بد شکل ووژل شوې، د کال په اوږدو کې د افغانستان ښځې د افغانستان په مختلفو برخو کې صحرايي محکمه شوې، له ښځو سره ډېر بد تاوتریخوالی وشو."

د ښځو تر څنګ تنکي ځوانان هم د بشري حقونو د نقض یوه بله زیانمنونکې طبقه ده چې ډېر کله له تعلیمه د لرې پاتې کېدو تر څنګ له جنسي ځورونې سره مخ شوي او درانه کارونه ورباندې شوي دي.

په افغانستان کې بچه بازي هم یوه پدېده چې ډېر خلک سخت ځوروي:

"زه یې په زوره د شپې شکر درې ته بوتلم، ګډا یې راباندې وکړه، لواط یې راسره وکړ، دوه وار یوه سړي او یو وار بل."

اخوا د بشري حقونو کمېسیون بیا وايي چې افغان حکومت د بچه بازي د پدیدې د جرم پيژندلو لپاره یوه قانوني طرحه جوړه کړې چې هیله ده ژر تر ژر تصویب او نافذه شي.

له ماشومانو او تنکیو ځوانانو څخه نه یواځې په بچه بازي بلکې په جګړو او انتحاري حملو کې کار اخیستل کېږي.

په مجموعي توګه په ۱۳۹۴ کال کې د بشري حقونو د نقض دومره زیاتې پېښې شوي چې د بشري حقونو مدافع ډلې یې لړزولې او وايي چې تېر کال ډېر ټکان ورکونکی کال و.

د افغانستان د بشر د حقونو سازمان رییس لعل ګل لعل وايي چې تېر کال د بشري حقونو د نقض له پلوه ډېر خطرناکه او نه هېرېدونکی کال و.

"دا وروستي دوه کلونه ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونه د افغانستان په وروستي ۱۵ کلن تاریخ کې موږه د بشري حقونو د غمېزو،سرغړونو او جنګي جرمونو په برخه کې بې سارې بولو، موږه او د بشري حقونو نورو بنسټونو او د ولس اندېښې يې د نورو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې ډېره زیاته کړې ده."

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعو ډلو په باور ۱۳۹۴ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه یو سخت کال و چې تر ټولو غټ یې لامل یې روانې نا امنۍ او جګړې دي.

خو بیا هم افغانان د تل په څېر راتلونکي ته هېله من دي او وايي چې تمه لري راتلونکی کال ورته له سوکالۍ او امنیت ډک کال وي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG