د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

هند او افغانستان د۹۲پروژو د عملي کولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل


هند له افغانستان سره په پراختیایې برخو کې د ۹۲ کوچنیو پروژو د عملي کولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

په کابل کې د هند سفیر منپریت وهورا د چهارشنبې په ورځ د دغو هوکړه لیکونو د عملي کیدو پرمهال د هغو پر ژر عملي کیدو ټینګار وکړ.

هند په پام کې لري د افغانستان په هغو ولایتونو کې ۹۲ وړې پراختیایې پروژې عملي کړي چې په تېرو کلونو کې له نړېوالو مرستو کم برخمن شوي دي.

په کابل کې د هند سفیر منپریت وهورا د چهارشنبې په ورځ د دغو پروژو له عملي کوونکو ادارو وغوښتل چې په لنډ مهال کې د دغو پروژو د عملي کیدو لپاره کوښښ وکړي.

ښاغلي وهورا زیاته کړه:

"کوچنۍ پراختیایې پروژې په چټکه توګه د ټولنې لپاره د نتیجې او ګټې په خاطر ډیزان شوي دي. زه له ټولو عملي کوونکو ادارو غواړم چې خپله ټوله هڅه وکړي څو موږ په اغیزمنه توګه او لنډ مهال کې دغه پروژې عملي کړای شو."

دغه پروژې ۱۹،۲۴ میلیونه ډالر ارزښت لري چې تر ډيره یې تمرکز په چټکه توګه اغیزمنو کارونو باندې دی.

دغه پروژې د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، کرنې، د کلیو او پراختیا، فواید عامې، اوبو او انرژۍ، ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو، روغتیا او کډوالو چارو وزارتونو او دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او بدني روزنې د ریاست له خوا عملي کیږي.

د هند سفیر همدا راز وویل، تمه کیږي په نږدې راتلونکي کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۸۷ نور پراختیایې پروژو کار هم بشپړ او په افغانستان کې عملي شي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال ژمنه وکړه چې دغه هېواد به تر۲۰۲۰ میلادي کاله له افغانستان سره په پراختیایي برخو کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ همدغې غونډې ته وویل، د دغو پراختیایې پروژو په عملي کیدو کې باید د هغوی اوږد مهاله اغیز ته پام وشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"دې ته په کتو چې له دغو مرستو څخه د پراختیایې لومړیتوبونو پراساسګټه اخیستل کیږي، دا ډیره مهمه ده چې د مربوطه ادارو له خوا یې په تشخیص او عملي کیدو کې اوږد مهال اغیز په پام کې ونیول شي."

هند له ۲۰۰۱ میلادي کال را پدیخوا په بنسټیزو برخو، روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او نورو برخو کې له افغانستان سره څه باندې۲ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د سلما د اوبو بند، د افغانستان د پارلمان ودانۍ، له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د چاه بهار بندر جوړول له دغه هېواد سره د هند د مرستو سترې بیلګې دي.

XS
SM
MD
LG