د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د پېښور خبريالان: حکومت دې پر رسنیو د حملو مخه ونیسي


په پېښور کې د خبريالانو ټولنې"خيبر يونين اف جرنلسټ"د شنبې په ورځ د پاکستان په سند و پنجاب صوبو کې د رسنيو پر دفترونو او کارکوونکو د مظاهره چيانو له خوا د حملو په ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

خبریالان وايي، د رسنیو پر دفترونو د سختدريځو وروستي بریدونه دوی غندي او حکومت پر دې ګرم بولي چې د دې ډول بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د جمعې په ورځ په سند او پنجاب کې تر هغې وروسته پر یو شمېر چاپي او برېښنايي رسنیو بریدونه وشول چې حکومت د ممتاز قادري په نوم هغه کس اعدام کړ چې د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثیر یې وژلی و.

د ممتاز قادري تر اعدام وروسته حکومت پر رسنیو بنديز لګولى و چې داسې غبرګونونه به نه خپروي چې کرکه راوپاروي او امن و امان ته خطره پېښه شي چې دغې خبرې سختدریځه ډلې پر رسنیو غوسه کړي دي.

د مظاهرې يو ګډونوال خبريال شميم شاهد وايي چې د رسنيو پر دفترونو د بريدونو ټول مسووليت د حکومت پر غاړه دى.

ښاغلي شاهد زیاته کړه:

"دا د حکومت ذمه وار دى، ځکه چې حکومت په خپل ذمه وارۍ پوره کولو کې ناکامه شو، دوى ته دا پته وي چې دا انتهاپسند دومره تېز دي چې دوى به په اخبارونو حملې کوي، په صحافيانو به حملې کوي، نو زه وايمه چې د دې ټوله ذمه پر حکومت ده، حکومت ځکه ذمه دار دى چې پابندي يې هم ولګوله او تحفظ يې هم ورنه کړو."

په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو يا Reporters without Border استازى اقبال خټک وايي، د حکومت د خوښې د ريپورټنګ له مخې مخکې هم خبريالانو ته زيان رسېدلى دى چې بايد حکومت يې مخنيوى وکړي.

ښاغلي ختګ زیاته کړه:

"دغه صورت حال کې زما په خيال د ژورنالېستانو ژوند ته خطره زياته شوې ده، لکه څنګه چې په کراچۍ، حېدراباد کې، په لاهور او نورو ښارونو کې چې کوم څه شوي دي، نو دا همدا وجه ده چې کوم اړخ د خپلې خوښې ريپورټنګ غواړي، نو بل اړخ هم د زور نه کار اخلي او د خپلې خوښې د ريپورټنګ مطالبه شروع کړي."

د پاکستان حکومت د فبرورۍ په ٢٩نېټه د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري اعدام کړ.

قادري چې د ٢٠١١میلادي کال په جنورۍ کې سلمان تاثير د اسلام اباد په کوهسار مارکېټ کې په ډزو وژلى و.

نوموړي ته د پاکستان د ترهګرۍ ضد يوې محکمې په همدې کال د مرګ سزا اورولې وه.

د يادونې وړ ده چې ممتاز قادري تر هغې وروسته د پنجاب پخوانى والي وواژه چې نوموړي د اسلام د ستر پېغمبر ته د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG