د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

سوداګر: د تاجکستان قونسلګري باید بېرته په کندز کې فعاله شي


په کندز کې یوشمېر سوداګر وايي، له کومې ورځې راهیسې چې په دغه ولایت کې د تاجکستان قونسلګري تړل شوې، افغان سوداګرو ته د تاجکستان د وېزو اخیستو په برخه کې ګڼې ستونزې پیدا شوي دي.

په کندز ولایت کې د شته ناامنیو له کبله څه باندې څلور میاشتې شوي چې د تاجکستان قونسلګري تړل شوې ده.

په دغه ولایت کې یوشمېر سوداګر وايي چې د تاجکستان هېواد قونسلګرۍ تړلو سره، سوداګرو ته د وېزې اخیستنې په برخه کې ستونزې پیدا شوي دي او د دوی سوداګریزې معاملې هم له تاجکستاني سوداګرو سره نېمګړې پاتې دي.

دغه سوداګر له مرکزي حکومت څخه غواړي، څو په دې اړه د تاجکستان حکومت سره خبرې وکړي چې په دې ولایت کې بېرته خپله قونسلګرۍ پرانېزي.

د نوموړي ولایت په شېرخان بندر کې، د یوشمېر سوداګرو په استازېتوب احمد فهیم رحیمي ازادي راډيو ته وویل:

"د سوداګرو مالونه تاجکستان ته رسېدلي دی، خو دوی نشي کولاي چې په خپل خوښه یې خرڅ کړي، ځکه موږ د وېزې ستونزې لرو، له مرکزي حکومت څخه غواړو چې له تاجکستان هېواد سره خبرې وکړي، څو خپله قونسلګري بېرته په کندز کې پرانېزي."

په ورته وخت کې د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونۍ د صادراتو مدیر مسعود وحدت هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کله چې د تاجکستان قونسلګري په کندز کې تړل شوي، نو له کبله یې سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې ډېرې ستونزې پیدا شوی دی.

ښاغلي وحدت زیاته کړه:

"د تاجکستان قونسلګرۍ تړلو سره، سوداګرو ته زیاتې ستونزې پیدا شوي دي، همدارنګه له تاجکستاني سوداګرو سره پيسې پاتي دي، ځکه زموږ سوداګر د تاجکستان د ویزې ترلاسه کولو ستونزو سره مخامخ دي."

بل خوا د کندز د شېرخان بندر د ګمرک رییس شهاب الدین باور، هم د سوداګرو ستونزې تایید وي هغه وايي چې دوی د تاجکستان له چارواکو سره خبرې کړي دي او د سوداګرو ستونزې یې له هغوی سره شریکې کړي دي.

ښاغلي باور زیاته کړه:

"موږ د تاجکستان قونسلګرۍ سره خبرې کړي دي، خو هغوی موږ ته وویل، څو چې په کندز کې ډاډمن امنیت رامنځ ته کېږي، نو موږ پلان لرو د موقت وخت لپاره خپله قونسلګرۍ په شېرخان بندر کې پرانېزو."

په دې وروستیو څو میاشتو کې تاجکستان خپلې قونسلګرۍ په بدخشان او کندز ولایتونو کې د شته نا امنیو له کبله تړلې دي چې له کبله یې افغان سوداګرو او د شمال ختیځ زون ولایتونو اوسېدونکو ته د وېزې ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې پیدا شوي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG