د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

"د شېر خان بندر تصدۍ له سوداګرو غیر قانوني پیسې اخلې"


په کندز کې د شېرخان بندر د ګمرک ریاست چارواکي او یوشمېر سوداګر وايي چې د شیرخان بندر د تصدۍ ریاست پرته له دې چې سوداګرو ته سوداګریز خدمتونه وړاندې کړي له سوداګرو څخه غیر قانوي پيسې اخلي.

د شیرخان بندر د ګمرک رییس شهاب الدین باور رسنیو ته وویل چې ددې بندر د تصدۍ اداره پرته له دې چې سوداګریز خدمتونو وړاندې کړي، د سوداګرو له مالونو څخه په غیرقانوني توګه پیسې اخلي چې په دې اړه سوداګر ډېر انتقادونه کوي.

ښاغلي باور زیاته کړه:

"موږ د ګمرک قانون د یولسمې مادې پر اساس، دا صلاحیت لرو چې موټر دلته خالي او بار کړو، ځکه ګمرک سوداګرو ته ډېر خدمتونه وړاندې کوي، خو د تصدۍ ریاست پرته له سوداګریزو خدمتونو له سوداګرو څخه پیسې اخلي."

په همدې حال کې یوه تن سوداګر احمد فهیم ازادي راډیو ته وویل چې دوی یو قانوني محصول د شیرخان بندر ګمرک ته ورکوي، خو د تصدۍ ریاست له دوی څخه غیرقانوي پیسې اخلي:

"د تصدۍ ریاست سوداګریز خدمتونه نه وړاندې کوي او ګُدامونه نه لري، خو سره له دې موږ ورته عواید ورکو، خو کله چې زموږ مالونه ګمرکي اسناد ولري، نو بیا ولې د تصدۍ اداره له سوداګرو څخه غیرقانوني پیسې اخلي."

دغه سوداګر زیاتوي چې باید په تصدۍ کې بانکې سیسټم فعاله شي، څو سوداګر خپلې پیسې په بانک کې تحویل کړي، څو دغه پیسې ددې ادارې د چارواکو جیبونه ته ولاړي نشي.

په ورته وخت کې د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونۍ د صادراتو مدیر مسعود وحدت د سوداګرو د خبرو په تایید داسې وویل:

"د تصدۍ اداره پرته له دې چې سوداګریز خدمتونه وړاندې کړې، له سوداګرو څخه غیر قانوي پیسې اخلي، خو باید لومړی سوداګرو ته سوداګریز خدمتونه وړاندې کړي، نو بیا دې له سوداګرو څخه قانوني پیسې واخلي."

بل خوا ، د شیرخان بندر د تصدۍ ریاست د پورت مدېر تاج محمد ناظري د ګمرک د رییس او د سوداګرو دغه تورونه ردوي او وايي چې درې کال کېږي د ګمرک رییس پر سوداګرو باندې فشار وارد کړي، څو خپل سوداګریز مالونه د ګمرک په ګُدامونه کې خالي او بار کړي:

"دوی په خپله وايي چې سوداګریز مالونه باید په تصدۍ کې خالي او بار شي، نو بیا ولې ګمرک غیرقانوي کار کوي، ځکه ګمرک د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي، موږ کومې پیسې چې له سوداګرو څخه اخلو هغه ټولې په پښتني بانک کې د دولت پر عواید اضافه کېږي."

ناظري همداراز وايي چې دوی دغه موضوع د سوداګرۍ له وزارت سره هم شریکه کړي، څو دغې ستونزې ته ډېر ژر د حل لاره پیدا کړي.

شیرخان بندر له تاجکستان سره ګډه پوله لري د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى چې سوداګريز مالونه ترې د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ صادر او واردېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG