د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

"افغانستان او روسیه لېواله دي چې اړیکې ېې یو نوي باب ته ننوزي"


د افغانستان د مالېې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي
د افغانستان د مالېې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي

د افغانستان او روسیې ترمنځ ګډ اقتصادي کمېسیون خپله دریمه رسمي ناسته د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه کړه.

د دې ناستې مشري د افغانستان د مالېې وزیراکلیل حکیمي او له روسیې څخه د هغه هېواد د اقتصادي او تجارتي پلاوي مشر رینارډ شګافوف کوي.

د افغانستان د مالېې وزارت وايي، په دې ناسته کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د تجارتي او فرهنګي اړیکو په پراختیا او د بیارغونې په چارو کې د افغان کارکوونکو د ظرفیتونو په لوړولو خبرې وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، دغه ناسته د هېواد د تجارت د پراختیا لپاره مهمه ګڼي.

د افغانستان د مالېې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون په ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت په پراختیا، افغان صادراتو ته په روسیه کې پر مارکیټ موندلو، د انرژي او فواید عامې په برخو کې د افغان کار کوونکو د ظرفیتونو په لوړولو او فرهنګي چارو خبرې وشي.

د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، افغان حکومت او روسیه لېواله دي چې د دواړو لورو ترمنځ تجارتي او فرهنګي اړیکې، یو نوي باب ته ننوزي او پراختیا ومومي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:

"د ناستې هدف دا دی چې وتوانیږو خپل تجارتي او اقتصادي اړیکې له روسیې سره ټینګ کړو. په ناسته کې پر تجارتي، فرهنګي او داسې نورو موضوعګانې بحث کیږي.په روسي پلاوي کې روسي سوداګر هم شته او زموږله خصوصي سکتورسره به هم خبرې وکړي او ښو نتیجو به ته ورسیږي."

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، د دې ناستې مشري د افغانستان له لوري د ماليي وزیراکلیل حکیمي او د روسيي له لوري د هغه هېواد د اقتصادي او تجارتي پلاوي مشر، رینارډ شګافوف پر غاړه لري او دوه ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړۍ ګډه اقتصادي ناسته په دوه زره دولسم میلادي کال کي په مسکو او دویمه ناسته یې په دوه زره دیارلسم کال کې په کابل کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي رادیو ته وویل، دوې کولای شي چې د روسېې له غوښتنې سره سم، هرکال هغه هېواد ته زرګونو ټنه وچه او لمده میوه او نور کرنیز محصولات تیار کړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"زموږ تجارت او پانګونې ته باید توجه وشي، روسان علاقه لري چې په ساختماني چارو، ټرانسپورټ او د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، که شرایط ورته برابر شي، هغوې لېواله دي.هغوی افغاني میوو سره مینه لري او موږ کولای شو هرک ال ورته نیم میلیون ټنه تازه میوه او د شپږ میلیوڼه ټنه وچه میوه برابره کړو."

د افغانستان او روسيي ترمنځ په تېروکلونو کې هم د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره هلې ځلې شوي خو اوس مهال دغه لېوالتیا له پخوا څخه زیاته شوې ده.

افغانستان اوس مهال ترډیره ځایه له پاکستان، ایران، چین، هندوستان او د منځنۍ او جنوبي اسیا له ځینو هېوادونو سره تجارتي او ترانزیتي اړیکي لري خو افغان سوداګر په دې نظر دې چې له روسیې سره به د افغانستان د سوداګریزو اړیکو ټینګول، د هېواد اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG