د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

په بلخ کې غیر مسوله وسله وال له خلکو باج اخلي


د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې غیر مسوول وسله وال او محلي زورواکي له خلکو باج اخلي او په ناامنۍ لاس پورې کوي.

د بلخ امنیې قومندان وايي چې وسله وال مخالفین په بلخ ولایت کې فعالیت نه لري، خو محلي زورواکي او غیر قانوني وسله وال په دې ولایت کې فعالیت لري او د ناامنۍ د رامنځته کولو ترڅنګ له خلکو څخه په زور عشر او زکات ټولوي.

د بلخ امنیتي چارواکي د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د محلي زور واکو او غیر قانوني وسله والو له موجودیته خبر ورکوي او وايي چې دا غیر مسوول وسله وال له دې چې په خپلو سیمو کې د ناامنۍ سبب شوي د ملکي خلکو څخه هم باج ټولوي.

د بلخ امنیې قومندان سید کمال سادات په تازه ګۍ سره رسنیو ته ویلي دي چې بلخ ولایت د مخالفو وسله والو له وجوده پاک دی، خو په کې غیر مسوول وسله وال او محلي زور واکي فعالیت لري او د نا امنۍ د رامنځته کولو ترڅنګ له خلکو څخه عشر او زکات ټولوي.

ښاغلی سادات وايي چې اکثراً په لېرو پرتو سیمو کې دا زور واکي فعالیت لري او د شولګرې په ولسوالۍ کې د وسله والو دوې ډلې دي چې د خپل منځي اختلافاتو له امله کله نا کله په وسلواله نښته لاس پورې کوي او همدا دوې ډلې په نا امنیو کې لاس لري او پر خلکو ظلم ترسره کوي.

سید کمال سادات یې په اړه زیاته کړه:

"همدا غیر مسوول وسله والو دي چې په مختلفو نومونو له خلکو باج اخلي او نا امني رامنځته کوي، دا خلک پر عام ولس ظلم ترسره کوي او په نا امنۍ او جګړې لاس پورې کوي."

سادات وايي چې د دې وسله والو ډلو څخه ډېری کسان پېژندل شوي دي او دوی هڅه کوي چې په نورو ولسوالیو کې هم دې ته ورته ډلې تثبیت کړي او بیا یې په وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

د بلخ امنیې قومندان وايي چې دا وسلوال پر عام ولس ظلم کوي او له قانون څخه سره غړونه ترسره کوي.

د یاد امنیتي چارواکي په خبره چې د بلخ پولیس د یو لړ سیمیزو نزاکتونو له امله ندي توانېدلي د یادو غیر قانوني وسله والو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.

سادات وویل:

"دا شونې ده چې مونږ دا ډلې وځپو، سلاح یې ترې واخلو، خو یو لړ محلي نزاکتونه موجود دي چې مونږ به دا کار وروسته له هغې وکړو چې دوی په بشپړ ډول وپېژندل شي او بیا بې د قانون منګولو ته سپارو، دوی خلک ځوروي او ترې باج اخلي."

د یادولو ده؛ چې تر دې دمخه هم د بلخ ولایت د مختلفو وسله والو اوسېدونکو شکایت درلود، چې په سیمو کې یې سیمیز پولیس خلک وژني او له عام ولس څخه په زور او ظلم باج ټولوي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG