د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

په خوست کې د ځوانانو د فکري استعدادونو د غوړېدو هڅې پیل شوې


په خوست کې په لومړي ځل داسې ادبي دستورې او علمي ناستې پیل شوي چې د نویو ځوانانو د استعدادونو د راسپړلو او دوی ته د خپلو افکارو د وړاندې کولو فرصت او جرئت ورکوي.

یاد پروګرامونه چې د خوشال بابا فکري بهیر په نوښت پیل شوي، ځوانان هره پنجشنبې یو ځل راغونډېږي، د ناستو په سر کې د نویو ځوانانو له خوا د یو نبوي حدیث مفهوم بیانېږي، ورپسې یو کس د اوونۍ مهمې سیمه ییزې، ملي او نړیوالې مسئلې وړاندې کوي، بل کس یو نوی خپور شوی کتاب ګډونوالو ته معرفي کوي او وروستی نفر بیا د بېلابېلو مهمو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو په ارتباط یو پرېزنټېشن وړاندې کوي.

په دې علمي او ادبي ناسته کې ځوانانو ته فرصت ورکول کېږي، تر څو د وړاندې شویو مسایلو په باب خپلې پوښتنې، نظرونه او ملاحظات وړاندې کړي.

که څه هم له دې پروګرامونو څو اوونۍ تېرې شوي، خو دا چې ښوونیز پروګرامونه دي، نو مینوال يې ډېرېږي.

د لنکڼ ښوونیز مرکز مشر نصیر احمد روښان چې اړوند مرکز کې د دې ښوونیزو او کلتوري ناستو کوربه توب کوي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي ځوانانو ته د فکري مسیر د ورکولو لپاره بېلابېلې موضوع ګانې وړاندې کړي.

نصیر احمد روښان زیاتوي:

"د خوشال بابا فکري بهیر غونډې چې دلته تنظیمېږي، دا د علمي او ښوونیزو پروګرامونو یوه لړۍ ده چې په دوامداره توګه به په خوست کې دوام لري، په دې کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازي برخه اخلي، موږ کوښښ کوو چې له دې لارې ځوانې ټولنې یا ځوان نسل ته د فکري مسیر په رابطه باندې مختلف موضوعات وړاندې کړو، څو دوی وکولای شي په خپل عملي او ټولنیز ژوند کې مساعدې لارې ومومي."

د تخنیکي انسټېټیوټ استاد حضرت الله ستومان وايي چې دا ډول علمي ښوونیزې او ادبي دستورې د ځوانانو پټ استعدادونه راسپړي او دوی ته د خپل راتلونکي یو معقول لاسوند او لید لوری په لاس ورکوي.

حضرت الله ستومان وویل:

"دلته د ځوانانو د استعدادونو د غوړېدا لپاره ډېر فرصتونه دي، دلته هره اوونۍ نویو ځوانانو ته موقع ورکول کېږي، تر څو دريځ ته راشي او خپله ټاکلې موضوع د لکچر یا پرېزنټېشن په بڼه ګډونوالو ته وړاندې کړي."

اسدالله نورزی وايي چې د هر چا لپاره د خپلو افکارو د تمثیل مهمه مرجع جرئت دی او دا ډول پروګرامونه ځوانانو ته دا جرئت وربخښي چې خپل مالومات او افکار په ښه ډول د نورو سره شریک کړي.

د رحیم الله رحیمي په نوم یو نوی ځوان وايي چې د دې دستورې له بحثونو ډېر متأثره شوی او وهڅول شو چې هره اوونۍ یو کتاب مطالعه کړي او د خپلې پوهې کچه پراخه کړي.

که څه هم له یوې لسیزې راهیسې د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ادبي او کلتوري برنامې او دستورې جوړېږي، خو کتونکي بیا داسې برنامې ګټورې بولي چې د نورو ښېګڼو تر څنګ د ځوانانو لپاره د زده کړو او د دوی د فکري استعدادونو په غوړېدلو کې اغېزمنې تمامې شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG