د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بې ساري هوايي عملیات کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په ۱۰ نا امنه ولایتونو کې بې ساري هوايي عملیات کړي دي.

د جګړې په سنګرونو کې افغان ځمکني ځواکونه تر بل هر وخت د هوايي ځواک ملاتړ ته ضرورت لري، ځکه د هوايي ځواک مرسته کولای شي د جګړې په میدانونو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، دا مهال هوايي ځواک تقریباً ۶۵ سلنه له ځمکنیو ځواکونو ملاتړ کولای شي.

تازه هوايي ځواکونو د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې درانه او بې ساري عملیات کړي دي.

د دفاع وزارت چارواکي د یادو عملیاتو له امله وسله والو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره هم کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو مخالفینو ته کلکې ضربې ورکړي دغه ضربې تر ډېره په بدخشان، هلمند، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې ورکړل شوي چې په نتیجه کې ۳۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او اته ویشت تنه یې ټپیان شوي دي."

د رادمنش په خبره دا مهال د بغلان، هلمند، ننګرهار، بدخشان او کندز په ګډون په اکثرو ولایتونو کې پوځي عملیات دوام لري، خو تر اوسه یې په دې برخه کې له بهرنیو ځواکونو د مرستې غوښتنه نه ده کړې.

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې له افغان ځواکونو سره د څلورو سوپر ټوکانو ډوله الوتکو مرسته وکړه او د هغې تر څنګ هند هم درې اکمالاتي هلېکوپټرې ورکړې، خو تر اوسه ترې استفاده نه ده شوې.

د دفاع وزارت چارواکي وايي، پیلوټانو یې د هوايي ځواک په برخه کې لازمې زده کړې کړي او راتلونکی پسرلی به د جګړې په میدانونو کې له جنګي جېټ الوتکو هم کار واخیستل شي.

په ورته وخت کې نظامي کارپوهان د افغان هوايي ځواک پر پیاوړتیا ټینګار کوي خو وايي، هوايي ځواک دومره پیاوړی نه دی چې د جګړې په میدانونو کې برخه واخلي او د وسله والو پټنځایونه له منځه یوسي.

د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف د هوايي ځواک پر لا تجهیز او پیاوړتیا ټنیګار وکړ.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"دا مهال چې په ټول افغانستان کې جګړه ده د دغه هلېکوپټرو موثریت ډېر کم دی، ممکن دوی په ځینو سیمو کې پوځي اهداف له منځه یوسي خو جګړه چرکي ده او د دغې جګړې لپاره ډېر پوځي تجهیزات په کار دي."

افغانستان غرنی هېواد دی چې ځیني نښلېدونکې لارې یې د وسله والو مخالفینو له خوا په ماینونو پوښل شوي او همدې مسئلې د هوايي ځواک رول ته ډېر اهمیت ورکړی دی.

دا مهال افغان هوايي ځواکونه څلور جېټ الوتکې لري او د حمایتي هلېکوپټرو شمېر یې ۵۰ ته رسېږي او په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره۲۰ هلېکوپټرۍ د دغه ځواکونو په واک کې ورکړي.

د افغانستان دفاعي ځواکونو د شوروي اتحاد له تجاوز وړاندې نږدې ۵۰۰ جنګي طیارې او هلېکوپټرې لرلې خو د کورنیو جګړو پر مهال تقریباً ټولې یې له منځه لاړې.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG