د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

صبا:د کانونو او پټرولیم وزارت طرح به ژر بشپړه شي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې وزارت د چارو اړوند د قانون طرح به ډیر ژر بشپړ او حکومت ته به وړاندې شي.

د دې طرحې د بشپړولو لپاره د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یاد وزارت په بلنه، د کانونو او پټرولیمو یو شمېر متخصصین راټول شوي وو چې په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت، د ولسي جرګې ځیني غړي او د کانونو او پټرولیم متخصصین، د دې وزارت د اړوندو چارو موجوده قانون، په ډیرو برخو کې نیمګړی ګڼي خو د کانونو او پټرولیم وزیر داوود شاه صبا وايي، د وزارت د نوي قانون طرح به ډیر ژر بشپړ او حکومت ته به وړاندې شي.

ښاغلی صبا وايي، د دې وزارت د فعالیتونو مربوط موجوده قانون، د وخت غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای او ضرور ده چې بدلونونه په کې راشي.

د دې طرحې د بشپړولو لپاره د یاد وزارت په بلنه د سې شنبې په ورځ په کابل کې، د متخصصینو یوه مشورتي ناسته جوړې شوې وه.

ښاغلي صبا جوړې شوې ناستې ته وویل:

"د کانونو وزارت د قانون د بیا کتنې بشپړیدل دي. پخوا به د قانون لپاره بهرني مشاورین استخدامېدل او د یو بل هېواد قانون به یې موږ ته کاپی کړ. خو موږ دا ځل د سلګونو کورنیو او بهرنیو متخصصینو د نظریاتو پر مټ یوه طرحه جوړه کړې ده. تاسې ته یې وړاندې کوو که مو غوره وبلله، نور کار به پرې هم وکړو. هیله ده بدلونونه په کې راشي."

ښاغلي صبا وویل، له دوه زره لومړي میلادي کار راهیسي له بهرنیو او کورنیو کمپنیو سره، د کانونو د کېندلو او د نفتو او ګازو د استخراخ په سلګونو تړونونه شوي چې اکثرو یې خپلې چارې ودرولي او یا له تړونونو په شا شوي دي.

ده وویل، ښه مثالونه یې د شمال د امو حوزې او د لوګر ولایت د مس عینک د کانونو تړونونه دي چې اوس مهال له ستونزو سره مخ شوي دي.

ده وویل، د دې کانونو تړونونه په لومړي سر کې شفاف نه وو او په لاسلیک کې یې نړېوالو معیارونه په پام کې نه وو نیول شوي.

ښاغلي صبا وویل، د نوي قانون په طرح کې د ظرفیتونو لوړولو، تخنیکي برخو، د کانونو ارزښت، د تړونونو منل شوېو معیارونو، شفافیت، جدیت او څار ته توجه شوې ده.

د چارو پوهان د کانونو وزارت دغه هڅه ستايي خو د قانون د موادو پر پلي کولو او څارنه یې تاکېد کوي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبداله واحد یار ازادي رادیو ته وویل:

"قانون یوه موضوع او تطبیق یې بله موضوع ده. په افغانستان کې د قانون تطبیق ګرانه خبره ده.په تېرو تړونونو کې په داوطلبۍ، په کورنیو پرو سیجرونو او بانکي تضمینونو کې ډیرې ستونزې وې دا وزارت باید په دې برخه کې له نورو ارګانونو څخه مرسته وغواړي.په دې کې مهمه موضوع شفافیت، سالم مدیریت او کنټرول دی او دا موارد کولای شي چې د هېواد ارزښتمنې زیرمې د اقتصادي ودې لپاره په ښه توګه وکاروي."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د نړېوالو معتبرو موسسو د ارزیابۍ له مخې، افغانستان د درې تریلیونو ډالرو په ارزښت کاني زیرمې لري خو تر اوسه ترې ګټه نه ده پورته شوې.

راپورونه وايي، له ډیرو کلونو راهیسې د هېواد ګڼ کانونه په غیرمعیاري توګه د قاچاق کوونکو له خوا کېندل کېږي.

د کانونو وزارت دغه ستونزه تائيدوي، خو له امنیتي ارګانونو غواړي چې مخه یې ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG