د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

تر راتلونکو دوو میاشتو به د اقینې د رېل پټلۍ پروژه پرانیستل شي


تر راتلونکو دوو میاشتو به د ترکمنستان اقینې د ریل پټلۍ پروژه د ولسمشر غني او د ترکمنستان د ولسمشر له خوا پرانېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه پروژې په بشپړیدو به افغانستان د منځنۍ اسیا، اروپا او چین سره وصل شي.

د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان هیله مندي ښيي چې د ترکمنستان اقینې د ریل پټلۍ د پروژې په بشپړیدو به ترډیره د ځمکني ټرانزیټ په برخه کې د افغانستان ستونزې هوارې شي.

افغان سوداګر تل نورو هېوادونوته د خپلو توکو د لیږد رالیږد په برخه کې له ځمنکني ټرانسپورټه شکایت کوي خو د سوداګرۍ وزارت وايي، د ترکمنستان اقینې د ریل پټلۍ د پروژې په عملي کیدو به تر ډیره افغانستان کې ټرانسپورټي ستونزې حل شي.

د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې د ترکمنستان اقینې د ریل پټلۍ پروژه شپږ دیرش کیلومتره اوږدوالی لري او په دوهم پړاوو کې به د ریل دغه پټلۍ له اقینې بلخ او له هغه ځایه به کندز ته وغځول شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر له لوري د دغه پروژې د عملي کیدو د کمېسیون غړي تیره ورځ د فاریاب اقینې بندرته ورغلي وو څو ژر تر ژره ددغې پروژې د عملي کیدو زمینه برابره کړي.

د افغانستان ترکمنستان او تاجکستان د ریل ګاډي د پټلۍ پروژه ټول ټال ۶۳۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې د ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان د اندخوې، شبرغان، مزارشریف، خُلم، کندز، شیرخان بندرله وصلولو وروسته به د تاجکستان کلخوز اباد ښار ته ورسیږي.

افغانستان د پنځه اویا کیلومتره د ریل پټلۍ په درلودو په سیمه کې هغه هېواد بلل کیږي چې له ترټولو کمه د ریل خط لري.

د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان وايي، د افغانستان ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو ته په کتو د ریل پټلۍ دغه پروژه د اقتصادي ودې لپاره ډیره مهمه ده.

د اقتصادي چارو کارپوه استاد مسعود د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ریل پټلۍ له لارې له اروپا او منځنۍ اسیا سره د افغانستان نښلول به د سوداګریزو توکو پر قمیت مثبت تاثیر وکړي.

افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی چې د اقتصادي کارپوهانو په وینا له د ریل له لارې د خپلو توکو لیږد رالیږد ورته له ترټولو ارزانه لار تمامیدای شي خو د افغانستان ، ترکمنستان او تاجکستان د ریل پټلۍ پروژه له ځینو هغو لارو هم تیریږي چې امنیت یې ډاډمن نه دی خو وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددغې پروژې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG