د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

رحیمي: په تېرو څومیاشتو کې په کابل کې جنايي جرمونه ۳۶سلنه کم شوي


د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي

په تېرو څو میاشتو کې په کابل کې جنايي جرمونه شپږ دیرش سلنه کم شوي دي.

د کابل امنیې قوماندان د سې شبنې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د توقع خلاف سږکال په کابل کې جنايي جرمونه د پام وړ کم شوي دي.

د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، امنیتي چارواکي باید په کابل کې د جنايي جرمنو د مخینوي په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

که څه هم په دې وروستیو کې په کابل کې د جنايي جرمنو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي خو د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمنو د کمیدو خبره کوي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سږکال د حمل د میاشتې تر دې دمه په کابل ښار کې جنایي جرمونه شپږ دیرش سلنه کم شوي دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"شپږ دیرش فیصده چې په جرایمو کې کمی راغلی د حمل له لومړې ورځې نه تر دغې شېبې پورې، یانې تر پنځلسم د دلوې پورې."

د کابل امنیه قوماندانۍ همدا راز هغه درې سوه اتلس تنه هم رسنیو ته ور وښودل چې په تیرو درېیو اونیو کې په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاوو نیولي شوي وو.

د امیني چارو کارپوه باري عارض که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ هڅې ستايي خو سپارښتنه کوي چې امنیتي ارګانونه باید په دې برخه کې خپل هڅې لا تیزې کړي.

باري عارض د سې شبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې خلک د جنايي جرمونو د کنټرول په برخه کې له امنیتي ارګانونو ډیره توقع لري او باید په دې برخه کې بې غوري ونه شي.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

"که څه هم د دوی د ارقامو پر اساس جرایم کم شوي دي خو د خلکو لپاره جرم جرم دی او په هیڅ وجه لږ او ډیر یې د توجیې وړ نه دی او دا ویلای شو چې په دې برخه د امنیتي ارګانونو هڅې کافي نه دي او باید دوي کوښښ وکړي."

د کابل امنیې قوماندانۍ همدا راز له خلکو وغوښتل چې د جنايي جرمونو او په ټوله کې د ثبات په ټینګښت کې له دوی سره مرسته وکړي او دا یې هم وویل، که خلک له خپلو امنیتي ارګانونو سره همکارۍ ونه کړي بیا به مشکله وي چې دوي په یوازې سر ټولې چارې په سمه توګه پرمخ یوسي.

XS
SM
MD
LG