د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

جرأت: افغان کډوال به په زوره له جرمني نه ایستل کېږي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به له جرمني سره داسې یو تفاهم لیک لاسلیک کړي چې له مخې به یې افغانان له هغه هېواد څخه په اجباري ډول نه ایستل کېږي.

وروسته له هغه چې جرمني له هغه هېواده د یوشمېر افغان پنا غوښتونکو د راایستلو ګواښ وکړ؛ د کډوالو چارو وزارت وایي، جرمني به دې ته وهڅوي چې په اجباري ډول کډوال راونه باسي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت وایي؛ په راتلونکو میاشتو کې به له جرمني سره داسې موافقه لاسلیک کړي چې له مخې به یې افغانان په زوره له جرمني نه ایستل کېږي.

ښاغلي جرأت د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا هوکړه لیک به د پنځو مهمو ټکو په اساس لاسلیک شي:

"د افغانستان دولت حد اقل له نهو اروپایي هېوادونو سره په تېر کې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي؛ له جرمني سره د تفاهم لیک تعریف دا دی چې پنځه کټه ګوري کسان هېڅ کله هم په جبري توګه نه راایستل کېږي؛ دا پنځه کټه ګورۍ معلولین او معیوبین؛ بې سرپرسته کسان، کم عمره ماشومان او هغه کورنۍ چې د مېرمنو له خوا یې سرپرستي کېږي؛ دا هغه کسان دي چې دوی افغانستان ته باید اجباري ډېپورټ نشي."

له دې پرته ښاغلی جرأت وایي، له ټولو اروپایي هېوادو سره په لاسلیک شوو او لاسلیک کېدونکو هوکړه لیکونو کې د دوی شرط دا دی چې افغانان باید یوازې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

د کډوالو چارو وزارت وایي؛ له جرمني سربیره به له اتریش سره هم د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړي.

په ۲۰۱۵م کال کې یو نیم لک افغانانو په جرمني کې د پنا غوښتنه کړې چې په فردي ډول یې غوښتنلیکونه څېړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډي مایزیر په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر نورالحق علومي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې جرمني له افغانستان سره مالي مرسته کوي؛ څو راستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي؛ یواځې هغه افغانان به بېرته په خپله خوښه راستېږي چې نه دي توانیدلي د کوربه هېواد د قوانینو او نړېوالو کنونسینونو سره سم شرایط پوره کړي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو چارو کمیسیون یوې غړې پروین درانۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان روان کړکیچن حالت ته په کتو افغان دولت باید هڅه وکړي چې افغان کډوال په اړوندو هېوادونو کې پاتي شي:

"هغه افغانان چې په ډېر ناوړه وضیعت کې بهر ته تللي دي؛ افغان چارواکي باید د افغانستان وضیعت ته پام وکړي؛ زموږ افغان کډوال په هر شکل چې کېږي باید بهر ملکونو کې خوندي وساتي؛ ترڅو چې د هېواد وضیعت معلوم شي."

په تېر یوه کال کې چې اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالو له ستر بحران سره مخ ده جرمني د تر ټولو ګڼو کډوالو کوربه دی.

د افغانستان، سوریې، عراق او یو شمېر افریقايي هېوادونو په سلګونو زره کډوالو په سختو او قاچاقي لارو ځانونه اروپا او په اروپا کې جرمني ته رسولي دي.

اوس جرمني وايي، هېواد یې ټول دا کډوال نه شي قبلولی او د افغانانو په شمول به یو شمېر بیرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG