د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې په افغانستان کې نوې پروژې تطبیقیږي


د افغانستان د ساختماني چارو ټولنه وايي؛ ځینې بهرنۍ مرستندویه موسسې ژمنې کړي چې په دوه زره شپاړسم او اولسم میلادي کلونو کې، د افغانستان له پراختیايي پروژو سره مرستې وکړي.

د افغانستان د ساختماني شرکتونو ټولنه وايي؛ د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا په اړه، د امریکا او نړېوالې ټولنې تګلاره بدله شوې او غواړي چې په دوه زره شپاړسم او اولسم میلادي کال کې؛ په دې هېواد کې یولړ نوې پروژې پلې کړي.

د دې ټولنې مسوولینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل؛ د امریکا د معتبرو موسسو استازیو تېره اوونې د امریکا په سفارت کې، د افغاني ساختماني شرکتونو له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې، د افغانستان لپاره یو شمېر نوې پروژې تشریح کړې.

د افغانستان د ساختماني شرکتونو د ټولنې ریيس نعیم یاسین وویل:

"په دوه زره شپاړسم او اوه لسم کال یعنې هرکال پنځه عشاریه یو بلیون ډالر د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست ته ورکوي چې له دې جملې څخه یو بلیون ډالره ساختماني چارو؛ لوژستیک، حفظ مراقبت او داسې نورو پروژوته ځانګړې شوي دي.

د دې ترڅنګ په خپله د امریکا سفارت هم یو شمېر پروژې پلي کوي او بله د یو. اېس. اې. ای. ډي موسسه ده چې دې موسسې اته سوه میلیونه ځانګړې کړي او په افغانستان کې به يې پر مختلفو پروژو ولګوي."

ښاغلي یاسین وویل چې د افغانستان له بنسټیزو پروژو سره مرستې د پنځو امریکایي ادارو او مؤسسو له خوا کېږي چې د امریکا د سیستاک، د امریکا د اردو د انجینبرۍ اداره، د ساختماني چارو موسسه، په خپله د امریکا سفارت او یو. اېس. اې. ای. ډي په کې شاملې دي.

ده وویل، په دوه زره څوارلسم او پنځه لسم میلادي کال کې د امریکا او نورو هېوادونو پراختیايي مرستې له افغانستان سره کمې وې چې دې مسئلې د افغانستان پر اقتصادي وده ناوړه اغېز وکړ او په هېواد کې یې بېکاري او ناامني زیاته کړه.

د دې ټولنې مسوولینو وویل، د امریکایي مرستندویو موسسو نوې مرسته به، د هېواد د اقتصادي ودې او کارموندنې لپاره زمینې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړې ادارې ایسا، په هېواد کې د اقتصادي پروژو په کموالی اندېښنه ښودلې او ویلي دې چې که افغان حکومت د نویو پراختیایي پروژو لپاره مرستې جلب نه کړي؛ د هېواد پراقتصاد به ناوړه اغېز پریوځي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور ريیس اشرف غني ډېر ځله په خپلو څرګندونو کې د هېواد پر اقتصادي او تجارتي پراختیا تاکید کړی او د ده په وینا؛ هڅې کوي چې د هېواد په اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې د سیمې او نړۍ هېوادونه شریک کړي.

د اقتصادي چارو پوهان دغه اقدام ستايي خو د تړونو او لګښتونو پر شفافیت یې تاکید کوي.

د دې کارپوهانو له ډلې د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وویل:

"خلکو ته به د کار زمینې برابرې، سرمایه ګذاري به وشي، خو په دې شرط چې تړونونه یې پر معیارونو برابر تر سره او چارې یې شفافي او د کار کیفیت یې ښه وي؛ نه د تېرو مرستو په څېر چې پر چارو یې اعتراضونه کېږي او ویل کېږي په اختلاس کې یې ځینو کورنیو او بهرنیو لاس درلود."

د بهرینو موسسو د راپورو نو له مخې له تېرو شاو څوارلسو کلونو راهیسې له افغانستان سره د شاو خوا سل میلیاردو ډالرو مرستې شوي؛ خو دغه مرستې ترډېره ځایه په شفافه توګه نه دي لګیدلي او اختلاس په کې شوی دی.

کارپوهان دا هم وايي، که په هېواد کې خلکو ته د کار زمینې برابرې شي؛ د هېواد امنیتي وضعیت به ښه او هېڅوک به بهرته د تللو هڅې و نه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG