د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

مدقق: د شنه کمربند پروژه په مستقیمه توګه پر چاپيریال اغېز کوي


د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي اداره د کابل د شنه کمربند پروژه د کابل ښار د هوا د پاکوالي لپاره مهمه بولي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي چې د حکومت له خوا د کابل لپاره د شنه کمربند پروژه د چاپیریال له پاکوالي سره مرسته کوي او د اوبو زیرمې زیاتوي.

د شنه کمربند پروژه د شنبې په ورځ د کرنې وزارت او نورو اړوندو ادارو له خوا پرانستل شوه چې له مخې یې د کابل په شااوخوا کې په لس زره هکتاره ځمکه کې ونې او شنه بوټي کېنول کېږي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ دا پروژه په مستقیم ډول د کابل په ککړې هوا او د ځمکې لاندې اوبو باندې مثبت اغیز کوي:

"په مستقیمه توګه په چاپيریال باندې تاثیر اچوي؛ په ځانګړې توګه په ککړې هوا باندې، ککړه هوا پاکوي، د اوبو په زیرمو زیات تاثیر کوي، له توندو او ماتوونکو بادونو څخه مخنیوی کوي."

ښاغلی مدقق په حکومت او د کابل ښار په اوسېدونکو غږ کوي چې د شنه کمربند ساحې د تطبیق او ساتنې لپاره ګډ کار وکړي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د کرنې وزارت او نور اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کوي چې د کابل ښار د شنه کمربند په ساحه کې داسې نیالګي او بوټي کېنوي چې د سیمې له اقلیمي وضعیت سره مطابقت ولري.

د کرنې وزارت د ځنګلونو د برخې رییس محمد امان امانیار ازادي راډیو ته وویل چې د شنه کمربند پروژې د پیل په لومړي قدم کې به د را روان ۱۳۹۵ کال په پسرلي کې په۵۵۰ هکتاره ځمکه کې ونې او بېلابېل بوټي کېنول شي:

"دا پروژه لس کلنه ده په لس زره هکتاره ځمکه کې پلې کېږي؛ په لومړي سر کې د کابل ښار د نمونې په ډول پنځه سوه پنځوس هکتاره ساحه نیولې ده."

هغه زیاته کړه د شنه کمربند د پروژې کارونه د کابل د غرونو په لمن قصبې، شیر داروازې او قرغې کې پيلیږي او په راتلونکې کې به یېلړۍ نورو سیموې ته هم وغځول شي.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د دغه لس کلنې پروژې لپاره څلوېښت میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې د سږني کار لپاره درې میلیونه راغونډ شوي دي.

له دې وړاندې هم په کابل اود افغانستان په یو شمېر نور سیمو کې ونې او بوټي کېنول شوي؛ خو د نه پاملرنې له امله د یادو ونو یوه برخه له منځه تللې ده.

د افغانستان د کرنې اوزارت ډاډ ورکوي چې د دغې نوې پروژې لپاره د ساتنې او څارنې ټول موارد په پام کې نیول شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG