د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

"افغانستان دې د باچا خان پوهنتون په حمله کې د ښکېلو کسانو پرخلاف اقدامات وکړي"


د پاکستان حکومت په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون بريد کې د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې په کارولو اندېښنه ښودلې او له افغان حکومته يې غوښتي چې په دغه بريد کې د ښکېلو کسانو پر ضد دې ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د خيبر پښتونخوا په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې د زده کوونکو او يوه پروفېسر په ګډون لږ تر لږه ٢١ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په اسلام اباد کې يې د افغان سفارت ناظم الامور ورغوښتى او د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې په کارولو يې ورته اندېښنه ښودلې ده.

خبر پاڼه په دې اړه کاږي:

"د افغان سفارت شارز دافير عبدالناصر يوسفزي ته ويل شوي چې له تحقيقاتو معلومه شوې ده چې ترهګرو دا بريد له افغانستانه اداره کاوه او د دغه هېواد سيم کارټونه يې کارول چې په دې اړه لا وړاندې افغان حکومت ته تفصيلات ورکړل شوي دي."

خبر پاڼه همدا راز کاږي، د افغانستان د سفارت د ناظم الامور له لارې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې په دغه بريد کې د ښکېلو کسانو پر خلاف دې ګامونه پورته کړي او هغوى دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته د سپارلو په لړ کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

تر دې مخکې د پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه هم ادعا کړې وه چې پر باچاخان پوهنتون بريد له افغانستانه کنټرولېده او په خبره يې چې د بريد پرمهال د تحريک طالبان پاکستان يو غړى له افغانستانه له بريدګرو سره په تماس کې و.

له بلې خوا صدراعظم نواز شريف هم تېره ورځ ويلي و، که څه هم افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي، خو په خبره يې چې په افغانستان کې ځيني عناصر پر پاکستان بريدونه کوي چې بايد مخنيوى او پر ضد يې عمليات وشي:

"په بنيادي ډول زموږ له افغانستان سره دا لوظنامه ده چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد نه کاروو او ترهګرو ته به اجازه نه ورکوو چې له هېواده پر بل بريد وکړي، پاکستان په کلکه د دې لوظنامې پابندي کوي او د افغانستان له خوا هم افغان حکومت له دغې لوظنامې سرغړونه نه کوي، خو ځينې عناصر شته چې په افغانستان کې په خپل سري ډول دا کار ترسره کوي او پر پاکستان بريدونه کوي، خو اوس بايد د دې ډول بريدونو مخنيوى وشي."

پوځي مقامات وايي چې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد کې څلورو بريدګرو برخه لرله چې ټول د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شول.

تر دې پېښې وروسته باچا خان پوهنتون تړل شوى و چې د دوشنبې په ورځ د يوې ورځې لپاره پرانېستل شو، خو بيا وروسته يو ځل بيا تر نامعلومې مودې پورې وتړل شو.

د يادونې وړ ده چې پر باچا خان پوهنتون تر وسله وال بريد وروسته په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د تعليمي ادارو امنيت لا سخت کړل شوى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG