د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

افغانستان اروپا ته د وچو میوو د صادرولو تړونونه لاسلیک کړل


د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي اروپا ته یې د وچو میوو د صادرولو څو تړنونه لاسلیک کړي دي.

وروسته له هغې چې افغانستان د "برلين زرغونې اوونۍ" نندارتون کې ګډون وکړ دا هېواد وتوانید چې اروپا ته د وچو میوو د صادرولو په برخه کې لس بېلابېل تړونونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان د لومړي ځل لپاره ډول ډول تازه او وچې مېوې د "برلين زرغونې اوونۍ" نندارتون له لارې جرمني کې نندارې ته وړاندې کړل.

ښاغلي راشد وویل چې په دغه نندارتون کې د افغانستان له محصولاتو ډېرو مينوالو ليدنه وکړه او ددوی هيلهدا وه چې د افغانستان با کيفيته کرنيز محصولات د اروپا په بازارونو کې ترلاسه کړي:

"په اروپایي بازارونو کې د افغانستان د زراعتي محصولاتو د خرڅلاو په خاطر دا لس تړونونه چې لاسلیک شوي دي؛ زموږ هڅه دا ده ترڅو ورته نندارتونو ته په نړیواله کچه لاره پیدا کړو."

دا نندارتون د جنورۍ له څوارلسمې د همدې میاشتې تر ۲۴ د جرمني په برلين ښار کې جوړ شوی و چې د نړۍ د نږدې ۸۶ هېوادونو کرنيز محصولات په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

له دې نندارتون څخه د افغانستان د کرنې؛ اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير په ګډون د نړۍ د سلو هېوادونو د کرنې وزیرانو او مسوولانو لیدنه کړې.

د افغانستان بېلابېل ډول وچې او تازه مېوې لکه پسته، بادام، تورې جلغوزې، سنځلې، نخود، مميز، انار، مڼې، انګور او داسې نورې مېوې په ياد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي هم اروپا ته د وچو میوو د صادراتو په برخه کې له شویو تړونونو هرکلی کوي.

د دې خونې مرستیال یونس مهمند ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت باید د افغاني تولیدانو ته د بازار موندنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي:

"زموږ هیله له حکومت په ځانګړي ډول له کرنې وزارت څخه دا ده چې د افغانستان د کرنې د پرمختګ لپاره او دغو کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ډيرې هڅې وکړي."

په تیرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان تولیدات د امریکا او اروپا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

غالۍ، زعفران، وچې او تازه مېوې او د دې هېواد یوشمېر نور تولیدات او محصولات له نړېوال شهرت څخه برخمن دي.

خو له دې سره یو شکایت دا دی چې اوس هم د افغانستان تولیدات د نورونو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان په ادرس نړیوالو بازارونو ته صادر کېږي.

د افغانستان د اقتصاد پخواني وزیر عبدالهادی ارغندیوال ازادي راډيو ته وویل چې د نندارتونونو ترڅنګ باید د سیمې او نړۍ په کچه د هېواد صادراتو ته ټرانزیټي اسانتیاوې برابرې شي:

"کله چې خلک له یوه تولید سره پېژندګلوي ونه لري؛ هغه تولید ته رجوع هم نه کوي، خو هغه څه چې زه د افغانستان د صادراتو په مخ کې خنډ ګورم هغه دا دی چې زموږ د لګښتونو ډېره برخه د ټرانسپورټ ده چې په خواشینۍ سره تراوسه موږ داسې لارې نه دي پیدا کړي چې اروپا ته خپل مالونه صادر کړو."

افغان چارواکو تردې وړاندي ویلي چې افغان حکومت هڅه کوي د منځنۍ اسیا او چابهار بندر له لارې اروپا او خلیجي هېوادونو ته لاره پیدا کړي او په دې برخه کې یو شمېر پرمختګونه هم شوې دي.

له بلې خوا د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي؛ دوی هڅه کوي ترڅو د نندارتونو له لارې د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان زراعتي تولیداتو ته بازار موندونه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG