د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

له ايرانه نن نړيوال بنديزونه ليرې کېږي


په پام کې ده نن له ايرانه لګول شوي نړيوال بنديزونه ليرې شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير او د هغه امريکايي سيال ويانا ته رسېدلي دي.

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو اټومي اژانس اعلان کړي، چې تهران له موافقې سره سم خپل اټومي پروګرام محدود کړى، دغه بنديزونه به ليرې شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په ويانا کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان مرکزي دفتر ته ورسېد. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري هم دغه ځاى ته رسېدلى دى او دواړه مشران به سره وګوري.

ايران او لوېديځو قدرتونو تېر ميلادي کال په همدې ځاى کې پر هغې تاريخي موافقې سلا وکړه، چې له مخې يې له ايرانه لګول شوي بنديزونه ليرې کېږي. ايران به په بدل کې خپل لانجمن اټومي پروګرام محدودوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف به له خپل امريکايي سيال، جان کري، د اروپايي ټولنې د بهرني سياست له مشرې فدريکا موګريني او د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان له مشر يوکيا امانو سره هم وګوري.

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره به يو راپور خپروي او د هغو بنديزونو ليرې کېدل به اعلانوي، چې د ملګرو ملتونو، د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې له خوا پر دغه هېواد لګول شوي وو.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف دا د خپل هېواد لپاره مهمه ورځ وبلله:

”زما په باور نه يوازې د ايران لپاره د اقتصاد له پلوه مهمه ورځ ده، او د امکاناتو دروازه به پرانيزي بلکې په ايران کې په اقتصادي برخه کې د لويو امکاناتو ورځ ده، موږ ليدلي چې د نړيوالو تجارتونو ټولنې ډېره لېوالتيا لري، څو له دې فرصت نه په ګټه اخيستو په ايران کې خپل کار و بار پيل کړي“

پر ايران د دغه هېواد د لانجمن اټومي پروګرام له کبله لګول شويو بنديزونو د دغه هېواد نژدې اتيا مليونه خلک د نړۍ له مالي سيسټم نه محروم کړي وو، د دغه هېواد د تېلو صادرات يې کم کړي او د عادي ايرانيانو اقتصاد يې زيانمن کړى وو.

ګڼ بنديزونه به سم د لاسه ليرې کېږي.

XS
SM
MD
LG