د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د هوايي ځواک پیاوړتیا د افغان ځواکونو د تلفاتو د کموالي لامل ګرځي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي په جګړه کې د امنیتی ځواکونو د تلفاتو د کمولو لپاره، د خپل هوايي ځواک پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد پرون «جمعه» ازادي راډيو ته وویل چې له امنیتي ځواکونو سره د هوايي ملاتړ نشتوالی، وروستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو عمده دلیل دی.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۵ میلادي کال په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

ښاغلي مراد وویل، امریکا باید په افغانستان او سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش د فعالیتونو د پراختیا د مخنیوي لپاره د افغانستان د هوايي ځواک له پياوړتیا سره بېړنۍ او پراخې مرستې وکړي.

جنرال مراد علي مراد څرګنده کړه چې نړیوالو ځواکونو افغانانو ته د امنیتي مسئولیت تر سپارلو وروسته، هوايي ملاتړ بند کړ او دا کار د دې سبب شو چې افغان ځواکونه د ترورېستي حملو او وسله والو نښتو په وړاندې په کمزوري دریځ کې وي.

ښاغلي مراد وویل:

"زموږ هوايي ځواکونه ونه توانېدل چې د جګړې په ډګر کې د پلي ځواکونو ښه ملاتړ وکړي، نو زموږ د امنیتي ځواکونو تلفات زیات وو. له دې امله، هغه هليکوپټر چې موږ کار ورڅخه اخیست کافي نه وو او د جګړې په ډګر کې یې زموږ د پلي ځواکونو د اړتیا سره سم کار نه شو کولای."

د امریکا متحدو ایالاتو پرون د افغانستان ملي دفاع وزارت ته څلور جنګي الوتکې ورکړې. متحده ایالات دا مهال د افغان پيلوټانو په روزنه کې هم مرسته کوي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو پخواني لوی قوماندان ډېوېډ پټروېس واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې لیکلي:

"په داسې وخت کې چې افغان امنیتي ځواکونه له سختې جګړې سره مخامخ دي، هلته د مېشتو ائتلافي قوتونو لاسونه شاته تړل شوي دي. پټروېس وړاندیز کړی چې امریکا باید د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ وکړي."

مراد علي مراد هم وویل چې له افغان ځواکونه د هوايي ملاتړ نشتوالی د جګړې په ډګر کې احساسويٍ.

ښاغلی مراد زیاتوي:

"موږ له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې نړیوالو ځواکونو په جګړه کې له ګډونه لاس اخیستی، د جګړې په ډګر کې زیات تلفات درلودل او د هوايي ځواک کمزورتیا موږ د جګړې په ډګر کې محسوسه کړې ده."

مراد علي مراد ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه په ځانګړي ډول د اسلامي دولت یا داعش پر ضد په مبارزه کې پياوړي هوايي ځواک ته اړتیا لري. څو ورځې وړاندې د هند حکومت هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ته څلور جنګي هليکوپټرې ورکړې.

د رپوټونو پر اساس، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۷۰۰۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰۰۰ کسان زخمیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د وسله والو طالبانو حملې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دومره پراخې او شدیدې وې چې په تېرې یوې نیمې لسیزې کې یې ساری نه لیدل کېږي. د رپوټونو په حواله، وسله والو طالبانو د پخوا په پرتله زیاتې سیمې نیولي او مرکزي حکومت ته یې د ګواښ کړۍ پراخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG