د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

امریکا دې په افغانستان کې له خپل هوايي ځواکه پراخه استفاده وکړي


واشنګټن پوست لیکي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا په افغانستان کې له خپل هوايي ځواک څخه پراخه استفاده وکړي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د تېرې پنځلس کلنې جګړې تجربو ته په کتو سره؛ کېدای شي، موږ پوه شو چې ولې جمهور رییس اوباما نه غواړي منځني ختیځ ته د ګڼ شمېر ځمکنيو ځواکونو د استولو ژمنه وکړي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په سختو جګړو بوخت دي؛ هغه کم شمېر امریکايي او ایتلافي ځواکونه چې په افغانستان کې پاتې دي؛ داسې ښکاري چې خپل یو لاس یې شاته تړلی او یواځې په یوه لاس عملیات کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې دغه وضعیت باید بدل شي. امریکا څنګه چې په عراق او سوریه کې د افراطیونو پر وړاندې جګړه کې د خپلو ملګرو هوايي ملاتړ کوي همداسې یې په افغانستان کې هم ښایي وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکا او ناټو له هوايي ځواک څخه یواځې د القاعده شبکې په څرګندو اهدافو بریدونو کې کار اخیستل کېږي.

دغه راز له دغه ځواک څخه په ایتلافي ځواکونو باندې د مخالفینو د بریدونو په ځواب کې او هغو ډلو او افرادو باندې حملو کې هم کار اخیستل کېږي چې پخوايي په ایتلافي ځواکونو بریدونه کړي وي.

واشنګټن پوسټ د ناټو د منصبدارانو په استناد لیکي چې له ذکر شویو مواردو پرته دوی ته په طالبانو باندې د هوايي بریدونو اجازه نه شته.

ورځپاڼه لیکي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړو په ارتباط وضعیت بدلیدونکی ښکاري؛ خو په تېر کال کې په دوی باندې په محدودو شرایطو کې بریدونه شوي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د دغې پیچلې پالیسۍ اصل او اساس بیا هم تریوې اندازې د پوهېدو وړ دی؛ حتی که بدله هم شي. پخواني جمهور رییس حامد کرزي د ناټو په هوايي بریدونو پر له پسې اعتراضونه کول په ځانګړې توګه هغه مهال چې په دغو ډول بریدونو کې به ولسي خلک ووژل شول.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، سره له دې چې د افغانستان په جنګ کې د هوايي ځواک په تاریخ کې تر ټولو بیساري او نهایي احتیاط څخه کار اخیستل کېږي او د ناټو قواوې د ولسي خلکو د ساتنې لپاره فوق العاده اقدامات لري؛ خو بیاهم سهوې او خطاګانې شوي دي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي چې ځینې قانون پوهان دا اندېښنه لري چې کومه اجازه چې د امریکا حکومت په دغه هېواد باندې د سپټمبر د یوولسمې له ټروریستي بریدونو وروسته د طالبانو خلاف د پوځي زور څخه د کار اخیستلو لپاره ترلاسه کړه په طالبانو باندې د بریدونو دوام نه توجیه کوي.

خو د واشنګټن پوسټ د مقالې لیکوال وايي چې دغه استدلال او منطق ځکه بې اساسه دی چې همدا طالبان وو چې په خپل هېواد کې یې القاعده ته پناه ورکړې وه او دغې شبکې په افغانستان کې له خپل پناه ځای څخه پنځلس کاله مخکې په امریکا بریدونه پلان کړل.

بله دا چې طالبان د حقاني شبکې او نورو افراطي عناصرو په همکاري هلې ځلې کوي چې هغه حکومت نسکور کړي او ژمنه یې کړې چې القاعده شبکه او داعش له افغانستان لېرې کوي.

XS
SM
MD
LG