د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

رباني: د هېواد د بهرني سیاست اساسي کرښې به ملي شورا ته واستول شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي چې د هېواد بهرني سیاست اساسي کرښي د لومړي ځل لپاره تدوین شوي او د تصویب لپاره به ملي شورا ته ولېږل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي؛ د هېواد د بهرني سیاست د اساسي کرښو له بشپړېدو سره به د هېواد ډیپلوماسي له هرډول نیمګړتیاو خلاصه شي.

ښاغلي رباني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو په ناسته کې وویل؛ د هېواد د بهرني سیاست د اساسي کرښو مسوده د لومړي ځل لپاره په علمی توګه ترتیب شوې او د تصویب لپاره به ملي شورا ته واستول شي.

"د بهرنیو چارو وزارت خوښ دی چې د هېواد د بهرني سیاست د اساسي کرښو مسوده؛ په علمي توګه د اساسي قانون له موادو سره سمه؛ ترتیب کړي.

دا مسوده د لومړي ځل لپاره جوړه او د تصویب لپاره به ملي شورا ته ولیږل شي."

د افغانستان د بهرني سیاست د اساسي کرښو مسوده؛ په داسې حال کې تیارېږي چې ولسي جرګې په تېروکلونو کې بیا بیا د د ې مسودې پر چمتو کولو تاکید کړی و.

په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان او ځینو هېوادونو ترمینځ تړونونو او د همکاریو د اړیکو ټینګولو؛ ځینې افغانان اندېښمن کړي.

د دوی غوښتنه دا ده چې افغانستان باید په دې تړونونو او د همکاریو په ټینګولو کې، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو توازن په پام کې ونیسي.

د اساسي قانون پر پلي کولو د څار د کمیسیون غړی ابوبکر متقي وايي؛ د هېواد د بهرني سیاست د اساسي کرښو تدوین او تصویب، د هېواد له اساسي سیاست سره مرسته کولی او هرډول بې باوري له مینځه وړلی شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو کمیسیون وايي چې د دې کرښو په ترتیبولو کې ځنډ راوستل؛ د اساسي قانون خلاف دي.

د دې کمیسیون مرستیال ګل پاچا مجیدي په دې اړه وايي:

"د هیواد په اساسي قانون کې راغلي چې جمهور رییس مکلف دی د هېواد د بهرني سیاست اساسي کرښې تدوین او د تصویب لپاره یې ولسي جرګې ته ولېږي خو اوسني او پخواني ولسمشرانو دا کار؛ ونه کړ.

همدغه ځنډ د اساسي قانون د نقض وېره پیدا کړې او د قانون د نه پلي کېدو بحران یې رامینځته کړی دی."

افغانان په تمه دي چې حکومت په دې مسوده کې اساسي اصول او د خلکو ارزښتونه په پام کې نیولي وي.

ځینې تاکید کوي چې په دې مسوده کې باید د حکومت د راتلونکو لسو کلونو لپاره لارښوونې هم ځای شوي وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG