د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

بلخي: د خیالي ښوونځيو مسئله مو له ولسمشر سره شریکه کړې


د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د خیالي ښوونځيو په اړه یې خپله ارزونه له جمهوري ریاست سره شریکه کړې ده.

د څو میاشتو په تېرېدو سره لاهم د افغانستان د پوهنې وزارت په تشکیلاتو کې د خیالي ښوونځيو مساله نه ده حل شوې.

د افغانستان د پوهنې وزیر دا مني چې اوس هم یو شمېر خیالي ښوونځي د دوی په تشکلاتو کې شته.

اسدالله حنیف بلخي د سه شنبې په ورځ له UNOPS موسسې سره د ۹،۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۵ ښوونځيو د تړون د لاسلیک پرمهال وویل چې دوی د خیالي ښوونځيو په اړه خپله ارزونه جمهور رییس ته وړاندې کړې:

"هغه ښوونځي چې یا هېڅ وجود نه درلود یا هم هغه ساختمانونه چې شل فیصده یا هم دېرش فیصده کارونه یې شوي دي؛ ولې پیسې یې ډېرې ورکړل شوې دي؛ دا ټول موارد موږ د یوې دقیقې ارزیابۍ له مخې په لستونو او جدولونو کې تهیه کړل او ولسمشر ته مو ولیږلي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تردې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړي ادارې یا سیګارپه دې وزارت کې د میلیونونو ډالرو په ورکېدو اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني هم په پوهنې وزارت کې د فساد د پلټنې لپاره پلاوی ټاکلی و.

اوس مهال جمهوري ریاست وایي چې د ولسمشر له خوا ټاکل شوی تخنیکي پلاوی خپل راپور له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د دغه پلاوي د لاسته راوړنو او د ولسمشر د څرګندونو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"تخنیکی هییت موندلي وو چې د معارف شوراګانې په غیر مسوول ډول قراردادونه یې کړي وو او ولسمشر پوهنې وزارت ته هدایت ورکړ چې ټول قراردادنه وڅېړي او وګوري چې په دې برخه کې کوم کسان مسوول دي او وروستۍ دستور چې ورکړل شو هغه دا و چې د ارزیابۍ او نظارت یو میکانیزم جوړ شي."

نوموړي همدارنګه وویل چې ولسمشر غني همدارنګه پوهنې وزارت ته دستور ورکړی چې د ښوونکو یو سرتاسري ارقام وړاندې کړي.

د افغانستان د پوهنې په برخه کې د پراخ مالي فساد موضوع وروسته له هغې مطرح شوه چې د پوهنې نوي وزیر د هغو ښوونځیو په نوم د مصرف شوو پیسو یادونه وکړه چې یا له سره نشته او یا هم د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG