د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

ستانکزی: ډېر ژر ۲۸ پرمختللې الوتکې افغانستان ته سپارل کېږي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي د افغان هوايي ځواکونو د پياوړتیا لپاره عملي اقدامات شوي دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو د پیاوتیا په اړه د اقداماتو خبره په داسې حال کې کېږي چې په دغه هېواد کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی دی او افغان ځواکونه زیات هوايي ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره پرمختګونه لري او د ډي ۵۳۰ ډوله څو الوتکې هېواد ته رارسېدلي؛ ځينې یې هم د رارسېدو په حال کې دي.

د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د شنبې په ورځ وویل چې ډېر ژر به یو شمېر جنګي او کشفي الوتکې هم د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې شاملي شي.

"هغهA 29ډوله الوتکې چې د لایزر د شعاع او قوي استخباراتي امکاناتو په واسطه چې په کې ځای پر ځای شوي؛ جمعاً ۲۸ دانې یې افغانستان ته ورکول کېږي. له دغو الوتکو څخه څلور یې افغانستان ته په رارسېدو دي چې هیله ده؛ د روانۍ میاشتې تر پایه راورسیږي."

له دې مخکې هند له افغانستان سره د څلورو هلیکوپټرو مرسته وکړه چې درې یې افغان حکومت ته سپارلي او یوه بله هم په نژدې وخت کې سپارل کېږي.

افغان چارواکو له دې مخکې تل د هوايي ځواک د کمزورتیا خبره کوله او له نړیوالې ټولنې خاصتا امریکا او ناټو څخه یې په وار وار د دې برخې د تقویې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د دفاع وزارت سرپرست همدا راز وايي چې په افغانستان کې دننه د هلیکوپټرو د ترمیمولو لپاره د یوې فابریکو پر جوړولو کار جریان لري او د افغانستان نړېوالو متحدانو ژمنه کړې چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د تجهیزاتو او تخنیکي وړتیاوو له اړخه د دغه وزارت ظرفیتونه ډېر کړي.

د نوموړي په وینا، تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانستان د هوايي ځواکونو د تقویې لپاره زیاته پانګونه وشي:

"تر دوو کلونو پورې د هوايي ځواک په برخه کې دوه نیم میلیارده ډالره پانګونه کوي. ژمنه په دې برخه کې قطعي شوې ده. تر راتلونکو څلورو میاشتو ۷۲۸ زرهي وسایط اکمالیږي چې دا به هم د اردو او هم پولیسو لپاره وي او انتقال یې اوس هم پیل شوي دی."

د دفاع وزارت وايي چې له دغې مرستې سره به د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی او د هوايي دفاع او رادار په برخو کې به هم کارونه وشي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د افغان هوايي ځواکونو پياوړتیا په لومړیتوب کې ځای لري او د روان میلادي کال په نیمایې کې به د وارسا په غونډه کې هم د نورو مسایلو تر څنګ د دغو ځواکونو پر پیاوړتیا ټينګار وشي.

XS
SM
MD
LG