د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د زابل په اټغر کې یواځنی کلینک ولې تړل شوي؟


د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکي وایي؛ شاوخوا اته میاشتې کېږي چې په دغه ولسوالۍ کې د نامعلوم علت له مخې یواځنی روغتیايي کلینک تړلی او هلته هېڅ ډاکتر نشته.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي چې د ډاکترانو او دوا د نشتوالي له امله خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي او باید چې دولت ورته جدي پاملرنه وکړي.

دوی وایي، اټغر ولسوالۍ له مرکز کلات څخه اویا کیلومتر فاصله لري او له کندهار څخه تر دې هم ډېره لېرې ده او نه شي کولای چې پر وخت خپل ناروغان تر ډاکتر پورې ورسوي.

دوی وايي، د سیمې اکثره ناروغان د زابل شینکي ولسوالۍ ته د درملنۍ لپاره انتقالیږي؛ په داسې حال کې اټغر په خپله رسمي ولسوالۍ ده او اوسېدونکي يې پر دولت حق لري چې روغتیايي مرکزونه او صحي خدمات ورته وړاندې کړي.

دوی وایي، حکومت باید د اټغر په بېلابېلو سیمو کې صحي کلینکونه جوړ کړي او هم د اټغر او شینکۍ ولسوالۍ تر منځ لاره جوړه او امن کړي؛ تر څو وکولای شي خپل ناروغان پر وخت تر ډاکترانو ورسوي.

د زابل ولایت د عامې روغتیا د ریاست مسوولین هم وايي چې له تېرو اتهو میاشتو راهیسې په اټغر ولسوالۍ کې موجود یواځنی کلینک تړلی و؛ خو اوس يې دغه ستونز هواره کړې ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر لعل محمد توخي وايي؛ د اټغر ولسوالۍ کلینک د امنیتي ستونزو له کبله تړلی و.

هغه وویل چې له ډېرو هڅو وروسته یې د زابل د ولایتي ادارې؛ قومي مشرانو او د سیمي د اوسېدونکو په مرسته یې تېره اونۍ په دغه ولسوالۍ کې تړلی کلینک بېرته پرانیست او هلته یې ډاکتران لېږلي دي.

د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې د خپل یواځنی کلینک د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي چې د زابل په نورو ولسوالیو کې هم خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG