د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمیسیون فعالیت پیل کړ


Afghanistan - afghan media mics in Kabul, 31 March 2013
Afghanistan - afghan media mics in Kabul, 31 March 2013

د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې نوي کمیسیون خپل موجودیت اعلان کړ.

د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمیسیون وايي؛ په رسنیزو چارو کې به د خبریالانو او نشراتي ارګانونو هرډول قانوني او مستندو شکایتونو ته پر وخت رسیده ګي وکړي.

د دې کمیسیون غړو د یکشنبې په ورځ د کمیسیون په لومړۍ پنځه لس ورځنۍ نوبتي غونډه کې ډاډ ورکړ چې رسنیزې سرغړونې او شکایتونه به د هېواد د نافذو قوانینو په اساس وڅېړي اوپه اړه به یې قانوني چلند وشي.

د افغانستان د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړلو د کمیسیون مرستیال ضیاء بومیا وویل :

"په دې موده کې چې کمیسیون جوړ شوی، د سرغړونو نوولس موارده یې څيړلي، کوم چې جرمي وو، هغه یې عدلي ارګانونو ته سپارلي او کومې وړې سرغړونې چې سهواً شوي؛ توصیې او لازمې لارښونې ورته شوي او د نه تکرار تاکید پرې شوی دی."

ښاغلي بومیا دا هم وویل چې په دې سرغړونو او شکایتونو کې ځینې غیر قانوني تجارتي اعلانونه هم وو چې هغه هم مربوطو څانګو ته استول شوي.

د افغانستان د رسنیو د سرغړونې او شکایتونو د څېړلو کمیسون، د روان لمریز کال د عقرب په میاشت کې، د رسنیو د عالي شورا له خوا جوړ شو.

د دې کمیسیون ريیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، مرستیال یې ضیاء بومیا او محمد وحید غروال، خدابخش محسني، رحیم جامي، حمیرا ثاقب، وحید الدین ارغون، صدیق اله توحیدي، نوریه اشرف او داود توفان یې غړي دي.

یاد کمیسیون په داسې حال کې د رسنیزو سرغړوني د مخنیوي ډاډ ورکوي چې د هېواد ځینې خلک، د یوشمېر رسنیو له خپرونو شکایت کوي او وايي چې ملي، تولنیز، مذهبي او تجارتي ارزښتونه په کې، په پام کې نه نیول کیږي.

خبریالان او د رسنیو مسوولین د یاد کمیسیون د کار د پیلېدو هرکلی کوي؛ خو تاکید کوي چې دا کمیسیون پر رسنیو د دولتي او غیردولتي ارګانونو د اغیز او مداخلو مخه ونیسي.

آزاد خبریال حشمت رادفرد ازادي راډیو ته وویل:

رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمیسیون باید دا توانايي او مسلکي توب وښيي چې ټولو دولتي ارګانونو ته تفهیم کړي چې د قانون له مخې د رسنیزو سرغړونو د څېړلو لومړۍ مرجع دغه کمیسیون دی؛ هیله ده چې دا کمیسیون پر رسنیو بهرني تاثرات او فشارو نه کم کړي."

افغان ژورنالیستان وايي، سره له دې چې حکومت پخوا تردې هم ورته ژمنې کړي؛ خو ژورنالیستانو ته اوس لازمې کارې زمینی نه دي برابرې شوي او په ځینو حالاتو کې د دولتی چارواکو د نه همکارۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

ځینې خلک وايي یوشمېر رسنۍ اشخاصو او ګوندونو پورې تړلي او ترډېره ځایه د هغو د ګټو لپاره خپرونې کوي.

خو د رسنیو د سرغړونو اوشکایتونو د څیړلو کمیسون وايي؛ د وې به هېڅ ډول مستند شکایت؛ بې څیړلو پرې نه ږدي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG