د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې غړیتوب افغانستان نوي عصر ته داخلوي


د افغانستان حکومت وايي د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کول هېواد د سوداګرۍ او د بهرنيو پانګونو د راجذبولو نوي عصر او دوران ته داخلوي او د صادراتو په وړاندې یې د ۱۶۲ هېوادونو دروازې پرانیزې، افغانستان ته د سوداګرۍ نوی اعتبار ورکوي او له ګاونډیو هېوادونو سره به یې د سوداګریزو او ترانزیتي لانجو په حل کې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

وروسته له دې چې افغانستان په کېنیا کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان په غونډه کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، د افغانستان په سوداګرۍ وزارت کې د نړیوالې سوداګرۍ رئیس محمد رحیم مومند آزادي راډیو ته وویل چې له څو کلونو پرله پسې خبرو او هلو ځلو وروسته افغانستان دغه سازمان ته لاره وموندله.

ښاغلي مومند د هغو ګټو او آسانتیاوو په هکله چې افغانستان یې د دغه سازمان د غړیتوب څخه ترلاسه کولای شي وویل:

"موږ ترانزیتي ستونزه لرو. په سیمه کې زموږ ځیني ګاونډیان د ډبلیو ټي او «WTO» (د سوداګرۍ نړیوال سازمان) غړي دي لکه پاکستان، تاجېکستان، هند او چین. دا د «WTO» مهم غړي دي. که موږ د دغه سازمان غړیتوب اخلو نو موږ د دغه سازمان د موادو او هوکړه لیکونو سره سم کولای شو خپلې ټولې ترانزیتي ستونزې له غړو هېوادونو سره حل کړو."

ښاغلي مومند زیاته کړه که چېرې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کوم غړي هېواد او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ لانجه رامنځ ته شي نو دغه هېواد کولای شي د «WTO» د منازعاتو د حل سیستم ته چې په نړۍ کې په خپل ډول کې تر ټولو پیاوړی دی، مراجعه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو په ترځ کې افغانستان د پانګونې په قوانینو کې لسګونه اصلاحات پارلمان ته وړاندې کړي ځیني یې تصویب شوي او په ځینو نورو یې کار روان دی.

ښاغلی رحیم مومند زیاتوي چې د «WTO» غړیتوب د افغانستان صادراتو ته نوي بازارونه پرانیزي.

"که افغانستان په اوسط ډول یې راواخلو اوس د دنیا له ۲۵ – ۳۰ مارکېټونو ته لاسرسی لري. له دې غړیتوب سره موږ کولای شو ۱۶۲ هېوادونو ته خپل صادرات ولېږو. کېدای شي په یوه مملکت کې زموږ ۱۰ – ۱۲ مارکېټه وجود ولري."

ښاغلی مومند زیاتوي چې د «WTO» غړیتوب افغانستان ته سوداګریز اعتبار ورکوي او د سیمې هغه هېوادونه چې د دغه سازمان غړي نه دي که وغواړي چې په راتلونکي کې يې غړیتوب ترلاسه کړي باید د افغانستان موافقه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې افغانستان کولای شي په خپل دغه اعتبار سره کومې ستونزې چې د ترانزیت، خدمتونو او اموالو د سوداګرۍ په برخه کې له دغو هېوادونو سره لري ورسره مطرح او د خپلو ګټو په باب ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي مومند وویل چې د ایران د سوداګرۍ وزیر پرونۍ غونډه کې له افغانستانه غوښتي چې د «WTO» د غړیتوب په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وویل چې پاکستان چې لادمخه د «WTO» غړی دی د افغانستان د غړیتوب په وړاندې یې ځکه کومې خاصې غوښتنې مطرح نه کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې او امتیازات چې یو بل ته یې ورکوي او راتلونکي تجارتي امکانات ډېر پیاوړي دي.

بلخوا د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وايي چې د «WTO» غړیتوب ترلاسه کول یوه خورا لویه لاس ته راوړنه ده خو ښايي چې له دغه فرصت څخه په سم مدیریت کار واخیستل شي او د هغو دوو استثناوو په پام کې نیولو سره چې دغه سازمان منلي دي افغانستان ښايي د خپلو وړو او زراعتي تولیداتو ساتنې ته پام وکړي.

استاد مسعود زیاتوي:

"ډېر لوی فرصت دی خو که چېرې مدیریت شي. که مدیریت نه وي په یوې لویې ستونزې بدلېږي. په دې معنا چې ټول واړه صنایع له منځه وړي. په دې معنا که چېرې موږ په هغو دوو استثناوو باندې پوه نه شو او ویې نه منو چې «WTO» یې موږ ته اجازه راکړې او موږ په حقیقت کې په خپلو ټولو هغو وړو تعرفو چې لرو یې خپلې دروازې پرانیزو نو خدای مکړه چې دا څرګنده ده چې زموږ ټول کوچني تولیدات به له منځه یوسي."

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د نړۍ ددو نورو لویو سازمانونو، نړیوال وجهي صندوق یا آی ام اف او نړیوال بانک تر څنګ دریم لوی نړیوال سازمان دی چې په نړۍ کې د سوداګرۍ مشري کوي.

دغه سازمان په ۱۹۹۰ کلونو کې د «GATT» یا د ګمرکي تعرفې او سوداګرۍ د عمومي هوکړه لیک پر بنسټ په نړۍ کې د سوداګرۍ د آزادۍ لپاره تاسیس شوی چې افغانستان یې ۱۶۳ غړی شو.

XS
SM
MD
LG