د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

په کندز کې ۲۷۰ښځو ته، د غالۍ اوبدلو د زده کړې زمېنه برابره شوه


په کندز ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ریاست چارواکو په روان لمریز کال کې څه باندې ۲۷۰ تنو ښځو ته د دې ولایت په مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو د زده کړې زمېنه برابره کړې.

د نوموړي ریاست چارواکي زیاتوي چې دغه پروژه د کار او ټولنیزو چارو وزارت پیل کړې څو یو شمېر بې وزله او وزګارو ښځو ته د کار زمېنه برابره شي او د دې کورس په پای کې زده کوونکو ته د غالۍ اوبدلو وسایل هم په وړیا توګه ورکول کیږي.

په دې اړه محمد کامران د غالۍ اوبدلو د پروژې د اسانتیاوو برابرولو مسوول او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د فني او مسلکي زده کړو مدیر عبدالاحد ازادي راډیو ته وویل:

"موږ سره په دې پروژه کې څه باندې۲۷۰ تنه ښځې په کار بوختې دي او همدارنګه مو په خان اباد ولسوالۍ کې ۱۰۸ ښځو ته د غالۍ اوبدلو د زده کړې زمېنه هم برابره کړې څو ښځې وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې له دې لارې هوارې کړي او همدا رنګه د دې پروژې په پای کې دوی ته د فراغت سندونه او د غالۍ اوبدلو وسایل هم په وړیا توګه ورکوو."

دغه چارواکي همدا راز وايي چې دغه پروژه ښځو ته د مالي امکاناتو ته د لاسرسي په هدف پیل شوې.

په همدې حال کې یو شمېر ښځې او نجونې چې په دې مرکز کې د غالۍ اوبدلو پر زده کړو بوختې دي او زیاتوي چې دولت دې د دوی لاسي صنایعو ته د پلور بازار پیدا کړي.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"زه بهشته یم او دلته د غالۍ اوبدلو پر زده کړو بوخته یم ترڅو په راتلونکي کې خپل د کور اقتصادي ستونزې حل کړم."
"زما نوم تحمینه ده، موږ د غالۍ اوبدلو کورس ته ډېر خوشحاله یو ځکه دا یو ښه زمېنه ده چې ښځې او بې وزله نجونې په دې مرکز کې د غالۍ اوبدلو زده کړې وکړي. "

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې ډېری ګډون کوونکي د غالۍ اوبدنې زده کړې کورس ته خوښ برېښي، اما له حکومته غواړي چې د ښځو لاسي تولیداتو ته د پلور بازار هم پیدا کړي خو د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي بیا ژمنه کوي چې ددوی غوښتنې به عملي شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG