د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

"افغانستان د انټرنټ په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی"


د ارتباطاتو د نړېوالې ټولنې د یوه نوي راپور له مخې افغانستان په تیرو پینځو کلونو کې د انټرنټ په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

خو افغان چارواکي وايي د نوري فایبر د شبکې په بشپړیدو او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ سره به په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه انټرنټ ولري.

د ارتباطاتو د نړېوالې ټولنې تازه راپور ښيي چې د نړۍ په سطحه دا مهال ۱۶۷ هېوادونه انټرنټ لري او افغانستان د دې لست په ۱۵۶ ځای کې دی.

د دې ټولنې د راپور له مخې افغانستان د انټرنټ په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی او په دې هېواد کې انټرنټي خدمتونه په هم هغه ځای کې دي چې په ۲۰۱۰ م کال کې وو.

د ارتباطاتو د نړېوالې اتحاديي په وینا د افغانستان ګاونډیانو پاکستان او چین په تیرو پینځو کلونو کې انټرنټي اسانتیاوې تر یوه حده پراخې کړي دي.

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وايي، په هېواد کې د انټرنټي خدماتو د سطحې او کیفیت د لوړولو لپاره پلانونه لري.

د دې وزارت ویاند ایمل مرجان ازادي راډیو ته وویل:

"د نوري فایبر د شبکې دریمه مرحله به تر راتلونکو دو کلونو پورې بشپړه شي.

د دې شبکې له لارې به د افغانستان مرکزي او شمالي ولایتونه له یو بل سره وصل شي.

له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د مرکزي اسیا له هېوادونو سره خبرې رواني دي چې د انټرنټ په برخه کې له دغو هېوادونو سره په همغږۍ پانګونه وشي."

د ښاغلي مرجان په خبره افغانستان دا مهال ۲۰ ګیګا انټرنټ لري چې پینځه میلیونه کسان ترې ګټه اخلي.

نوموړی وايي، تر راتلونکو پینځو کلونو پورې به د افغانستان د انټرنټ اندازه د پنځوسو اوشپیتو ګیګا ترمنځ وي او د هېواد د نفوس نیمايي به انټرنټي اسانتیاوې ولري.

د ارتباطاتو د نړېوالې ټولنې تازه راپور وايي، جنوبي کوریا د نړۍ په سطحه د انټرنټي خدماتو په برخه کې تر ټولو مخکې ده .

د دې راپور له مخې دا مهال په نړۍ درې عشاریه دوه میلیارده کسان انټرنټ لري او ۷ عشاریه یو میلیارد کسان له موبایل تیلیفوني خدماتو برخمن دي.

XS
SM
MD
LG