لاس انجلس
که فرانسه غواړي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې بریالۍ شي، باید پر افغانستان د امریکا د متحدو ایالتونو د حملې په اړه څیړنه وکړي، دا د هغه مطلب سرلیک دی چې لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې خپور کړی دی.
د مطلب لیکوال وایي، دا مسئله چې آیا په افغانستان کې په نیمه موقتي اډو کې د امریکایي پوځیانو د ساتلو لپاره پرېکړه سمه وه، د بحث وړ ده خو د سېپټمبر د ۱۱ له حملو وروسته پر افغانستان حملې د لیکوال په باور د اهمیت وړ دي او د فرانسې خلک کولای شي چې د پاریس له خونړیو حملو وروسته ترې ډېر څه زده کړي.
د لاس انجلس ټایمز په لیکنه د فرانسې پوځ کولای شي پر افغانستان د امریکا له حملو چې د افغانستان د خلکو زیات باور یې ځانته جلب کړ، د یوې بیلګې په توګه کار واخلي.
په دغه مطلب کې دغه راز راغلي چې دا د فرانسې جګړه ده او د اسلامي دولت ډلې دغه جګړه پیل کړې ده.
د مطلب د لیکوال په وینا فرانسه ډېر وګړي لري چې کولای شي په اسانۍ سره سوریې ته لاړ شي او بېرته ترې ووځي.
د بېلګې په توګه لیکوال وړاندیز کوي چې له شور او زوږ پرته فرانسه باید د فرانسې له مسلمانانو څخه یو جوړ شوی ځانګړی ځواک د سوریې هغو سیمو ته چې د اسلامي دولت ډلې په ولکه کې دي واستوي، هغو سیمو ته چې د لیکوال په باور په کې کورني بې ځایه شوي ځای پر ځای شوي خو تر اوسه ورڅخه څوک کډوال شوي نه دي.
لیکوال وړاندې لیکي:
دغه ځواک کولای شي له امریکایي ځانګړو ځواکونو سره یو ځای شي یا په بشپړه توګه د هغوی ځای ونیسي.
د لاس انجلس ټایمز د دې مطلب په پای کې دا نتیجه اخیستل شوې چې تر هر څه د مخه دا د فرانسې جګړه ده او د اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه راپارولې ده.
فارن پالېسي:
فارن پالېسي خپرونې اروپا ته د کډوالو د پراخې لړۍ او په دې برخه کې د راپورته شویو اندېښنو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
د مطلب لیکوال پر هغو ستونزو تمرکز کړی چې اقتصادي کډوال ورسره مخامخ دي.
په دې وروستیو کې مقدونیې اعلان وکړ چې هغه پناه غوښتونکي به ونه مني چې هېوادونه یې لکه سوریه، عراق او افغانستان په کې ښکېل دي په جګړو کې ښکېل نه وي.
لیکوال د عباس په نوم یوه ۳۲ کلن بنګله دېشي پناه غوښتونکي له قوله لیکې چې وایي، کله چې مسوولین دوی پېژني، په یوه لیکه کې یې دروي او نورو په تېره بیا هغوی ته چې د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلي، لومړیتوب ورکوي.
عباس د فارن پالېسي خپرونې لیکوال ته ویلي چې د بې کارۍ او بې وسۍ له وجې څلور کاله مخکې دې ته اړ شوی و چې له بنګله دېشه ووځي.
لیکوال د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د یوه کارپوه جیف دبل کوک له قوله لیکي چې وایي، د هغو کسانو لپاره چې لکه د بنګله دېش په شان له هېوادونو راځي، یوازې د اقتصادي کډوالو اصطلاح کافي نه ده، ځکه د دغه کارپوه په وینا د اقلیم او چاپېریال بدلون هم د دې سبب شوی چې دغه کسان خپل هېوادونه پرېږدي.