د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ټايمز: ښې راتلونکې ته د افغانانو هيله کمه شوې


ټايمز:

د بريتانيا چاپ ټايمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تردې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې:

په تېرو يوولسو کلونو کې د ښې راتلونکې لپاره د افغانانو هيله کمه شوې ده.

ورځپاڼې له دې سرليک سره د يوه افغان کډوال عکس هم خپور کړى، چې يو کوچنى يې په غېږ کې دى او دواړه ځورېدلي او خوابدي ښکاري.

ټايمز ورځپاڼه ليکي، چې افغانان د وسلوالو طالبانو د راستنېدو او د داعش ډلې له ظهوره اندېښمن دي.

ورځپاڼې د يوې وروستۍ نظرپوښتنې نتيجه هم رااخيستې چې ښيي د حکومت او امنيتي ځواکونو په باب د افغانانو باور د تېرې يوې لسيزې په پرتله ډېر راټيټ شوى دى.

خلک د طالبانو له بيا راستنېدو او د اسلامي دولت ډلې يا داعش د ظهور له کبله اندېښنه لري.

په ليکنه کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اداري فساد ريښې ځغلولي، يوازې يو پر درېيمه برخه افغانان په دې باور دي چې هېواد به يې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته سم لوري ته روان وي.

ټايمز زياتوي، چې د اقتصادي پرمختګ لپاره د حکومت سختې خو ناکامې هڅې د دې سبب شوي چې اروپا ته د افغانانو کډوالېدل زيات شي.

په دې نظرپوښتنه کې څلوېښت سلنه ګډونوالو ويلي، که وس يې ورسېږي غواړي له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼه ليکي، د سوريې تر خلکو وروسته افغانان اروپا ته د ور-روانو کډوالو زياته برخه جوړوي.

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې هم د افغان کډوالو پر ستونزه ليکنه خپره کړې، خو د هغو کډوالو چې په وروستيو کې له پاکستانه اړ ايستل کېږي افغانستان ته لاړ شي.

د ګارډين په باور دغه کډوال دومره ځورول کېږي چې مجبوره کېږي له پاکستانه کډې په شا کړي.

ورځپاڼه د بشري حقونو د څارونکي سازمان په استناد ليکي، چې دغو کډوالو څو لسيزې په پاکستان کې تېرې کړي، خو له دليل پرته اوس په بند کې اچول کېږي او جايدادونه يې له منځه وړل کېږي.

د بشري حقونو د څارونکي سازمان په راپور کې ويل شوي، وروسته له هغې چې پاکستاني طالبانو په ډسمبر مياشت کې د پېښور په يوه پوځي ښوونځي کې شا و خوا ١٣٠ کسان ووژل، تر هغه راوروسته د افغان کډوالو ګواښل او ځورول تر حد زيات شوي دي.

ورځپاڼه ليکي، سره له دې چې د پاکستان حکومت د هغو وژنو او په دغه هېواد کې د مېشتو دوه نيم مليونه افغان کډوالو ترمنځ کومه اړيکه پيدا نه کړه، خو بيا هم دغه کډوال شکايت لري، چې د پاکستان پوليس يوازې دوى ځوروي.

د ګارډين په باور، ٩٦ فيصده هغو افغانانو چې د بشري حقونو څارونکي سازمان ورسره په افغانستان او پاکستان کې مرکې کړي، ويلي، د پاکستان پوليس له دليل پرته د خلکو کورونو ته ور اوړي، دوى نيسي او ملکيتونه يې له منځه وړي.

ورځپاڼه ليکي، په وروستيو کې پېښور يو بازار چې افغان کډوالو په کې غرفې او دکانونه درلودل، له کوم مخکني خبرداري پرته په بشپړه توګه ويجاړ کړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG