د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

پکتيا کې لا هم ۲۸ ښوونځي تړلي پاتي


د پکتيا ولايت چارواکي دا مني چې د نامعلومو دلايلو پر اساس لا هم په دې ولايت کې ۲۸ بېلابېل ښوونځي تړلي پاتې دي.

د پکتيا پوهنې ريس لقمان حکيم حکيمي وايي، چې د دې ولايت په بېلابېلو سیمو کې ۲۸ ښوونځي لا هم تړلي دي.

ښاغلی حکیم حکیمي زیاتوي:

"تقريباً ۲۸ ښوونځي د نامعلومو دلايلو له مخې اوس هم بند دي."

نوموړی دا نه مشخصوي، چې ډېر ښوونځي په کوم اساس تړل شوي دي، خو وايي، چې د امنيتي او قومي مشکلاتو پر اساس دا ښوونځي لا هم تړلي دي.

ښاغلی حکيمي وړاندې وايي:

"وجه يې د پکتيا په ټولو ولسواليو کې امنيتي او ځيني قومي ستونزې دي او ځيني تشکيل او د ځينو استادانو نشتوالی هم دی، چې هلته مسلکي استادان نشته."

د ده په خبره، هڅه يې پيل کړې او د راتلونکي درسي کال لپاره به دغه تړل شوي ښوونځي د قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو په مټ خلاص کړي او دی له قومونو څخه د مرستې د غوښتنې غږ هم کوي وايي:

"زما خاص غوښتنه له پکتیاوالو، ځوانانو، قومي مشرانو او علماوو څخه دغه ده، چې هغه ښوونځي، چې بند دي د هغو په خلاصولو کې مرسته راسره وکړي."

د دغو ۲۸ تړل شويو ښوونځيو په اړه موږ هڅه وکړه، چې دا مشخص کړو، چې کوم ښوونځي په کومو سيمو کې تړلي پاتې دي، خو بريالي نه شو.

د پکتيا يو شمېر ځوانان او ولايتي شورا غړي وايي، سره له پرلپسې ناستو او غږ پورته کولو هم په دې نه دي توانيدلي، چې د دې ښوونځيو سرنوشت معلوم کړي.

د پکتيا يو تن ځوان او مدني فعال خالد وايي، چې په پرلپسې ډول يې دا غږ پورته کړی دی، چې د معارف په چوکاټ کې فساد لا هم په دې ولايت کې ستونزې جوړوي خو په خبره يې، نه يې چا غږاورېدلی او نه يادو ستونزو د هواري لار پيدا کړې:

"اوس هم اداري فساد شته د معارف په برخه کې او په نورو برخو کې، موږ څو وارې ويلي دي، چې دلته ښوونځي تړلي دي او اوس غوښتنه کوو، چې مرکزي اداره يو پلاوی راوليږي او دا موضوع له نږدې وڅيړي."

د ځوانانو دا خبره د ولايتي شورا وکيلان تاييدوي، چې د دې ولايت په ټولو برخو کې فساد موجود دی او د فساد له امله ښايي دا ښوونځي هم تړل شوي، د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وايي:

"پوښتنه دلته دا پيدا کيږي، چې د دې تړل شويو ښوونځيو د استادانو او ادارې امتياز يعنې معاشونه چېرته ځي او څوک يې اخلي؟

زموږ غوښتنه هم دا ده، چې هم بايد ښوونځي خلاص شي او هم دا بې ځايه تلونکي امتيازات کنټرول شي."

د ده په خبره، چې په نږدې راتلونکي کې په خپله ولايتي شورا معارف چارواکي او ځيني ځوانان په شريکه ښايي ولسواليو ته سفرونه پيل کړي او د همدې ښوونځيو د خلاصون په اړه اقدام وکړي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې په پکتیا کې ډېر ښوونځي د نامعلومو دلايلو پر اساس تړلي وو او اوس د دغو تړل شويو ښوونځيو شمېر ۲۸ ته رارسېدلی، خو دا نه ده معلومه، چې دا ښوونځي ولې تړلي او کله به خلاص شي؟

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG