د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

نړېوالو رسنیو په کندز کې پر روغتون د برید په اړه مطالب خپاره کړي


زیات شمېر لویدیځو مطبوعاتو په کندز کې پر یوه روغتون د هوايي برید په اړه د بې سرحده ډاکترانو د راپور په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي، د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې په وضاحت سره راغلي دي چې په کندز کې د دوی پر یوه روغتون د هوايي برید پر مهال امریکایان پوهېدل چې دا روغتون د طالبانو له ګواښ سره مخامخ نه دی.

ورځپاڼه وايي، د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د افغان حکومت د دې ادعا په اړه چې ویلي؛ پر روغتون د برید پر مهال طالبان دغلته پټ وو؛ له کرکې ډک عکس العمل څرګند کړی دی.

ټایمز:

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي:

بې سرحده ډاکترانو دا منلې چې په کندز کې د دوی پر روغتون د برید پر مهال شواخوا شل تنه ټپي طالبان تر درملنې لاندې وو؛ خو ټینګار کوي چې هېڅ وسله وال په دغه شپه کې په روغتون کې نه و.

بې پولې ډاکټران وايي، د برید پر مهال په روغتون کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۰۵ ناروغان په روغتون کې وو.

والسټریټ ژورنال:

والستریټ ژورنال لیکي، امریکايي ځواکونو د افغان لوري په غوښتنه په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید کړی دی او پرته له دې چې جوته کړي چې په روغتون کې وسله وال شته او کنه خپلې بمبارې ته يې دوام ورکړی دی.

نیوز ویک:

نیوز ویک مجلې په خپله وروستې ګڼه کې لیکلي؛ په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د حملې پر مهال روغتون زیات مصروف وو او ګڼشمیر ناروغان په کې وو.

مجله وايي پر روغتون لومړی بم د هغې پر عاجله خونه ولګید چې ټول روغتیايي کارکوونکي او ناروغان يې وسوځول.

نیوز ویک د بې سرحده ډاکټرانو د راپور په حواله لیکي؛ پر روغتون د بمبارۍ پر مهال اتلس وارې له امریکايي پوځي مقاماتو سره د تماس هڅه وشوه چې بریدونه ودروي.

خو د راپور له مخې بیا هم د یو ساعت او پینځلسو دقیقو لپاره بمباري روانه وه.

د بې پولې ډاکترانو راپور وايي؛ امریکايې ځواکونو ټلیفوني پیغام واستوه چې هر څه چې په وس کې لري ترسره به يې کړي او ویې ویل؛ هغوی ته دعا وکړی.

نیویز ویک دغه راز د کندز د روغتون د ځینو ټپیانو اود تخریب شوې ودانۍ تصویرونه خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG