د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

ثاقب:د وینې په ورکولو سره غواړو له سرتېرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړو


د مدني ټولنې فعالان او دیني عالمان له خلکو غواړي چې د محرم د ورځو په احترام دې د امنیتي ځواکونو لپاره وینه ورکړي.

اسلام د تاوتریخوالي او وینې تویېدنې نه بلکې؛ د همغږۍ او ورورولۍ دین دی.

د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو او دیني عالمانو د جمعې په ورځ د دې موضوع په څرګندولو سره د کابل په زرنګار پارک کې د وینې د راټولولو دوه ورځنۍ کمپیان پیل کړی و؛ څو دا وینه ترهغو سرتیرو ورسوي چې په جګړو کې ټپیان شوي دي.

مدني فعالې حمیرا ثاقب آزادي راډيو ته وویل؛ په دې کار سره غواړي له افغان سرتیرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي:

((موږ وغوښتل په دې سره یو ډول له سرتېرو خپل ملاتړ څرګند کړو. دغه راز د خلکو تر منځ د مرستې او وینې ورکولو فرهنګ دود کړو څو هغو سرتیرو ته چې له مخالفینو سره جنګیږي او وینې ته اړتیا لري؛ وینه ورسوو.))

په وروستیو کې مدني فعالانو په یو لړ نورو مناسبتونو کې هم اړو کسانو په ځانګړې توګه ټپی سرتیرو لپاره د وینې د را ټولولو کمپاینونه تر سره کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمانو چې د سرتیرو لپاره یې د وینې ټولولو په دغه کمپاین کې ګډون کړی و؛ له خلکو وغوښتل چې د محرم په ورځو کې سرتیرو ته د وینې په ورکولو سره له هغو خپل ملاتړ څرګند کړي.

سالم حسیني یو له دغو عالمانو څخه دی.

((امنیتي ارګانونو ته وینه ورکول او له هغوی سره مرسته د امام حسین د مرستي غږ ته مثبت ځواب ورکول دي. د افغانستان له مسلمان ملت څخه می غوښتنه دا ده؛ د دې پر ځای چې خپله وینه بې ځایه تویوي؛ له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره وینه هدفمندانه ورکړو.))

دغو فعالانو او دیني عالمانو چې شمېر یې لسګونو ته رسېده؛ همدا راز و ویل، غواړي په دې سره وښیي چې اسلام د وینې تویېدنې نه بلکې د مرستې او وروولی دین دی.

XS
SM
MD
LG