د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

په افغانستان کې د روسیې مداخله


ګارډین ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې، په افغانستان کې د روسیې مداخله په سوریه کې د دې هېواد د هڅو انعکاس دی.

د ورځپاڼې په باور، وروسته تر دې چې د ناټو د ځواکونو لویه برخه له افغانستانه ووته؛ داعش په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړ او روسیه په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نفوذ د خپلو جنوبي سرحدونو لپاره ګواښ ګڼي.

ګارډین زیاتوي، که څه هم روسیه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ترخې خاطرې لري او لا یې نه دې هېرې کړي چې تر ۱۵۰۰۰ډېر پوځیان یې په کې ووژل شول او په دې جګړې کې په سلګونو زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو د ورځپاڼې په وینا، د روسیې جنوبي سرحدونو ته نژدې په منځنۍ اسیا او قفقاز کې د جهادي ډلو نفوذ د ماسکو لپاره یو سخت ټکان دی.

ګارډین بیا لیکي، د طالبانو له لورې د لنډې مودې په مخه د کندز ښار نیولو په روسیې کې د خطر یو زنګ وګړنجاوه او روسیې د دغه ښار سقوط هغه ګواښ وباله چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې به بنسټ پاله ډلې نفوذ پیدا کړي.

په مقاله کې وړاندې لولو چې یو شمیر افغان چارواکو له روسیې څخه په افغانستان کې د داعش د ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې؛ خو دغه وړاندیز د افغانستان له لورې رسماً نه دی شوی.

ورځپاڼه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په وینا لیکي؛ د سوریې برعکس د افغانستان د حکومت له لورې د مرستې غوښتنه دوی نه ده ترلاسه کړې.

په افغانستان کې د روسیې د مداخلې د انګیزې په اړه ورځپاڼه لیکي چې د سوریې او عراق په څیر چې د داعش له ګواښ سره مخامخ دي؛ په افغانستان کې هم ورته انګیزه شته.

د لویدیځ یوه بله ورځپاڼه نیویارک ټایمز بیا د افغانستان د امنیتي ګواښ مساله نه ده رااخیستې، له دغه ګواښ او بې امنۍ یوه پیدا شوې موضوع یې څیړلې ده.

دغې ورځپاڼې له افغانستانه د خلکو د وتلو مسالې ته په یوې مقالې کې اشاره کړې ده او لیکي، په افغانستان کې د ناکرارایو له زیاتیدو سره یو ځل بیا افغانانو مهاجرت ته مخه کړې، خو دا ځل د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د زمانې په څیر پاکستان او ایران ته نه ځي، افغانان دا ځل اروپا ته روان دي.

نیویارک ټایمز په دې مقاله کې د ملګرو ملتو احصاییې ته اشاره کړې ده چې وایي، روان کال په هغو پنځه لکه کډوالو کې چې د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته رسیدلي دي، شل فیصده یې د افغانستان دي او دا په داسې حال کې ده چې اروپایي هیوادو ته د سوریې او عراق ګڼ کډوال ورمات دي.

XS
SM
MD
LG