د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

الکوزی: له پاکستان سره باید د "اپټا" تړون لغوه شي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له پاکستان سره د اپټا د قراداد د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د سوداګرۍ او ټرانسپورټي ستونزو زیاتوالی او په اپټا تړون کې د ذکر شویو مادو نه مراعتول د دې سبب شوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له پاکستان سره د دې تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې دا قرارداد د افغانستان په ګټه نه دی او افغان حکومت باید له سره ورباندې کتنه وکړي.

ښاغلي الکوزي وویل چې د دې قرارداد له مخې افغانستان ته د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې:

((د اپټا موضوع یوه جدي ستونزه ده؛ زه په اول کې هم د دې تړون د لاسلیک مخالف وم؛ خو دا تړون د امریکا له خوا په افغانستان او پاکستان تحمیل شو؛ په تړون کې یوازې پاکستان ته امتیاز ورکړل شوی چې منځنۍ اسیا ته لاس رسی پیدا کړي؛ د قرارداد له مخې واګه باید افغان سوداګرۍ ته په واک کې ورکړل شي چې هندوستان سره سوداګرۍ وکړي، چې داسې ونه شول؛ نو د افغانستان له حکومته غوښتنه کوو چې په دې مسالې له سره کتنه وکړي.))

د اپټا ټرانزیټي او سوداګریز قرارداد په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې پاکستان ته امتیاز ورکړل شوی چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا سره سوداګري وکړي؛ په همدې تړون کې افغانستان ته اجازه ورکړل شو چې خپل سوداګریز مالونه د واګې بندر له لارې هند ته انتقال کړي؛ خو اوس افغانستان اجازه نه لري چې خپل سوداګريز مالونه په مستقیه توګه هند ته ولېږدوي.

د اپټا تړون د لغوه کېدو خبره په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغانستان د سوداګر او صنایعو خونې په وینا چې له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټي ستونزې زیاتې شوي او دا مهال د پاکستان له خوا د افغانستان د صادارتو درې سوه لارۍ له یوې اوونۍ راپدې خوا په تورخم بندرکې درول شوې دي.

د باربري وسایطو د مالکانو ټولنې مسولان له پاکستان سره په بندر کې د ستونزو خبره کوي او وايي چې د پاکستان سفارت له خوا یاد هېواد ته د وسایطو د داخلېدواجازه نه ورکول کیږي.

د دې ټولنې غړی درانی وايي:

((که زموږ غوښتنې ونه منل شوې اعتصاب به وکړو خپل موټر به ودروه او موږ چې دا کار کوو مجبور یو.))

د دې ادعاو په اړه چې ایا د پاکستان سفارت د باربري وسایطو مالکانو ته د تګ اجازه نه ورکوي. هڅه مو وکړه چې د دې اعاد په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر راواخلو، خو بریالي نه شو.

د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکیچنو اړیکود دواړو هېوادونو په سوداګریزو چاروهم اثر کړی.

د دوی په باور د پاکستان له لوري د افغانستان د صادارتو بندېدل کېدای شي چې افغانستان ته لوی اقتصادي ټکان ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG