د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

مرجان: هڅه کوو په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو فعالیت قانوني او معیاري کړو


که څه هم په دې وروستیو څو کلونو کې ټولنیزو رسنیو په افغانستان کې په بېسارې توګه وده کړې؛ خو د استعمال په څرنګوالي کې یې لا هم ګڼې ستونزې تر سترګو کیږي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت هم له ټولنیزو رسنیو څخه ناوړه استفاده مني او وایي؛ په دې اړه ورته ډیر شکایتونه هم وررسیدلي دي.

د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوجي مرستیال ایمل مرجان د ټولنیزو رسنیو په غونډه کې وویل چې هڅې یې پیل کړي؛ څو خلک یادو رسنیو معیاري استفاده وکړي:

((تاسې چې په راتلونکو درېیو ورځو کې بحثونه لرئ؛ هغه دوستان چې په دې بحث کې ګډون لري باید ورنه ګټه پورته کړي؛ یاد معلومات باید په رسمي شکل د مخابراتو له وزارت سره هم شریک کړئ؛ څو موږ وتوانېږو د تاسې له کلتور او مذهب په چوکاټ کې برابر انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړو.))

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې دامهال یو اعشاریه دوه میلیونه افغانان له انټرنټ په ځانګړې توګه له ټولنیزو رسنیو استفاده کوي.

که له یو خواټولنیزو رسنۍ د معلوماتو په شریکولو د خلکو په نږدې کولو کې ګټورې تمامیږي؛ خو د کندز په سقوط کې وسله والو د حکومت په خلاف او جګړې ته د خلکو په هڅلو کې ورنه ګټه اخیسته.

د کندز له سقوطه وروسته داسې اوازې خپرې شوي چې ممکن حکومت پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیس بوک باندې بندیز ولګوي.

حکومت که څه هم د دې رسنیو د بندیز خبره نه کوي؛ خو وایي، هڅه کوي چې خلک دې ته اړ کړي چې له رسنیو څخه ښه ګټه واخلي.

د ټولنیزو رسنیو ځینې کارکوونکي هم وايي چې ځینې کسان ټولنیزې رسنۍ د ملي ګټو خلاف کار وي؛ دوی له حکومت غواړي چې د دې کار مخنیوی وکړي.

دوه تنه کابل ښاریان په دې اړه وايي:

((۱:ــ فرهاد بهروز یم. ټولنیزې رسنۍ په افغانستان کې توانېدلې ځوانان سره نږدې کړي د افکارو په تبادیله کې مرسته وکړي؛ ټولنیزې رسنۍ یوه اندازه ستونزې هم لري؛ ځینې خلک له جعلي اکونټونو څخه، خلک توهینوي عامه ذهنیت ګډوډوي؛ زه امیدواره یمه چې افغان ځوانان له ټولنیزو رسنیو څخه درسته ګټه واخلي.

۲:ــ عبدالجمیل یم مهمه خبره دا ده چې خلک باید د ټولنیزو رسنیو د استعمال په فرهنګ پوه شي؛ څو له یادو رسنیو په ښه توګه ګټه واخیستل شي.))

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي شورا ځينو غړیو ویل چې د پاکستان استخباراتي شبکې نږدې اته زره داسې اکونټونه جوړ کړي چې د افغانانو په بې اتفاقي کې ورنه ګټه اخلي.

د راپورونو له مخې ویل کیږي چې ځینې کسان په مستعارو اکونټونو له ټولنیزو رسنیو څخه د سیاسي مخالفينو په ټکولو او غچ اخیستول کې کار اخلي او یو شمېر نور په حکومت باندې د فشار په توګه کاروي چې دا کار په نورې نړۍ کې هم معمول دی.

دا په داسې حال کې ده په نوره نړۍ کې هم د ټولنیزورسنیو داستعمال لپاره قوانین او مقررات نه دي موجود؛ خو د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې په برخه کې باید یو قانون رامنځ ته شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG