د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ


د فاریاب غورماچ ولسوالۍ تېره شپه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

په ولسي جرګه کې د فریاب د خلکو استازي نقیب الله فایق نن ازادي راډیو ته وویل چې یادې ولسوالۍ تېره شپه سقوط کړی او د ولسوالۍ ټولې ودانۍ د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي فایق همدا رنګه زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ پولیس او نور سرتیري دا مهال د دغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په یوې پوځي قرار ګاه کې ځای پر ځای شوي دي.

پر همدې مهال د فاریاب یوې امنیتي سرچیني هم د غور ماچ ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG