د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

په کندز کې پر روغتون د بمبارد په اړه د امریکا یوه نوې خبره


د لویدیځ اکثرو ورځپاڼو په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د وروستۍ بمباري مساله څیړلې ده.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د لویدیځ د یوې مرستندویه موسسې بمباري د یوه غربي قدرت له لوري که له ناورینه یوه ډکه پیښه وګڼو، د روغتون بندیدل بله ستونزه ده او دا پیښه نورې غیردولتي موسسې هم دې ته هڅوي چې له افغانستانه ووځي، له هغه هېواده چې د طالبانو له بریدونو او کمزوري اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی.

فایننشل ټایمز زیاتوي، په داسې حال کې چې جګړه د افغانستان شمالي او شمال لویدیځو سیمو ته پراخه شوې ده، ګرانه ده چې د دې سیمو خلک دې روغتیایي اسانتیاوې ولري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو په روغتون باندې له حملې سره د نړېوالو توجه یوځل بیا افغانستان ته اوښتې ده، خو ګرانه ده چې دغه هېواد ته دومره پاملرنه وشي لکه په سوریې کې چې د روسیې بمبارۍ ته کیږي.

په دې ترڅ کې بیا فارین پالیسي خپرونې په کندز د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د هوایي برید په اړه لیکي چې امریکا اوس د دې پیښې په اړه یوه نوې خبره کوي.

دا خپرونه زیاتوي چې د تیرې دوشنبې په ورځ امریکایي پوځیانو وویل چې دا برید دوی د افغان ځواکونو په غوښتنه کړی دی چې طالبانو پرې ډزې کولې.

فارین پالیسي لیکي، له دې اعلان سره د بې پولي ډاکټرانو سخت غبرګون ښکاره کړ او دې خبرې په راتلونکې کې له افغان ځواکونو د امریکایي هوایي بریدونو د مرستې مساله ترسوال لاندې راوسته.

په مخکني راپور کې ویل شوي وو چې پر روغتون د دې لپاره حمله وشوه چې امریکایي ځواکونه تر تهدید لاندې وو.

ګارډین ورځپاڼې بیا په کندزکې پر روغتون د شوي برید په اړه په امریکا کې د میشتو افغانانو اندیښنه څرګنده کړې، چې له دغهَ وژونکي برید سره داسې نه شي چې له افغانستان سره روغتیايي مرستې قطع شي. په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

ګارډین زیاتوي چې، تردې بمباري وروسته، بې پولي ډاکټرانو له کندوزه خپل نور کارکوونکي وایستل.

ورځپاڼه بیا د امریکا په لاس انجلس کې د شیرزي په نوم د یوه افغان ډاکټرخبرې رااخیستې دي چې وایي، بې پولي ډاکټران د خلکو د خدمت لپاره په افغانستان کې دي، هغوی داسې کسان دي چې مدیریت لري او بنسټ یې پوخ دی، دوی په هغو ځایونو کې چې لا هم ماشومان په کې هره ورځ مړه کیږي، باکفایته ډاکټران لري او کوچیني لابراتوارونه لري.

د ګارډین په وینا د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون په کندز کې په شوي برید کې د دې روغتون د ۱۲ کارکوونکو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي دي.

ورځپاڼه بیا د بې سرحده ډاکټرانو په وینا لیکي چې دا یو جنګي جنایت دی او دوی به کله هم دا ونه مني چې دا یوه عادي پیښه ده.

XS
SM
MD
LG