د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

وحیدي: د موبایل له کرېډېټ کارټونو څخه اخیستونکې مالیه په شفاف ډول د دولت بودجې ته ځي


که څه هم له ځینو افغانانو سره دا اندیښنې پيدا شوي چې د مبایل له کرېډېټ کارټونو څخه یې اخیستل کېدونکې پیسې په شفافه توګه د دولت بودجې ته نه ځي؛ خو د مخابراتو وزارت په دې برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې د مبایل له کاروونکو څخه د لس فیصده مالیې د شفافیت لپاره یې فعال څارونکی سیسټم جوړ کړی او د هر سینټ په بدل کې حساب ورکوونکي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر عبدالرزاق وحیدي د شنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل چې د لا شفافیت لپاره به سیسټم د ویب سایټ سره وصل شي او خلک به وکولای شي چې خپله څارنه وکړي:

((په دې سیسټم کې چې زموږ تر لاس لاندې دی؛ د هر پیریدونکي دقیق مشخصات د مخابراتي شرکت څخه تر لاسه کیږي او هر ډېرېدونکی کارت زموږ په سیسټم کې ثبتیږي او موږ ځانونه ژمن ګڼو چې یوه یوه افغانۍ خلکو ته حساب ورکوونکي یو او دا ډاډ همدا اوس درکوم.))

په داسې حال کې چې خلک د مالیې په بدل کې د مخابراتي خدماتو د ښه کېدو غوښتونکي دي؛ د مخابراتو وزارت وايي چې په تدریجي ډول به د بیو کمېدو او کیفیت ښه کېدو ته هم کار وکړي.

افغان حکومت د روانې هجري میاشتې له پیله د مخابراتي شبکو په استعمالونکو لس فیصده مالیه وضع کړې چې د موبایل کارت د جمع کولو په صورت کې مستقمیاً له پیریدونکو څخه ګرځول کیږي.

د ماليي وزارت او اترا اداره وايي چې د میزان میاشتې په لومړی اوونۍ کې له دې لارې شاوخوا ۸۲ میلیونه افغانۍ د حکومت بودجې ته تللي دي.

د افغانستان د ماليې وزرات د عوایدو او پالیسی مرستیال شفیق احمد قاضي زاده ازادي راډيو ته وویل چې په یوه میاشت کې ممکن دا رقم ۳۸۰ میلیونه او په کال کې څلور نیم میلیارده افغانیو ته ورسیږي.

((په یوه کال کې څلورنیم میلیارده افغانۍ ټولیږي او د هرې میاشتې په اخر کې د ماليې وزارت؛ د اترا اداره او د مخابراتو وزارت استازي د مخابراتي شبکو سره کښېني او محاسبه به ورسره کوي چې له دې لارې به د حکومت بودجې او د هغې لارې څخه به بېرته خلکو ته په پوهنې؛ مخابراتو، روغتیا او نورو برخو کې لګول کیږي.))

د مالیې وزارت دا چارواکي د مخابراتي خدماتو د مالیې عواید په کال کې څلور نیم میلیارده افغانۍ اټکلوي چې د هېواد کلنی ملي بودجه بیا شاوخوا ۴۵۰ ملیارده افغانۍ وي.

اقتصادي شنونکي د هېواد د بسیا کېدو لپاره دا یو ښه اقدام بولي؛ خو د خلکو په څېر دوی هم په شفافیت ټینګار کوي.

افغان حکومت د کلنۍ بودجې لپاره دومره اندازه پیسې داسې وخت د خپله افغانانو څخه تر لاسه کوي چې له دې وړاندې ډېر کله دا پیسې د بهرنیو مرسته کوونکو له خوا افغان حکومت ته ورکول کېدې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG