د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

ناامني لاهم د افغانانو په وړاندې لوی ګواښ دی


په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو یوکال اوړي خو ناامني لاهم د دغه هېواد د خلکو په وړاندې لوی ګواښ دی.

خلک او که په ملي شورا کې د دوی استازي له ناامنیوو شکایت لري خو د حکومت مشران او امنیتي چارواکي یې هم نه پټوي او وايي چې تېریوکال د دوی لپاره له امنیتي نظره یو ستونزمن کال و.خو د ستونزو ترڅنګ دوی د یو شمېرلاسته راوړنو خبره هم کوي.

له کرزي نه غني ته د واک د لېږد او د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو دا دی یوکال اوړي.خو لاهم نا امني په افغانستان کې د دغه هېواد د خلکو د ژوند په وړاندې لوی ګواښ ګڼل کېږي.

ولسمشر او د وسله والو پوځ عالی سرقومندان محمد اشرف غني دا مني چې د حکومت لومړی کال یې له امنیتي اړخه یو ستونزمن کال و، خو ترڅنګ یې د افغان ځواکونو پیاوړې روحیه، مېړانه او سرخندنه ستايي:

((دا کال په تېرو څوارلسو کلونو کې ستونزمن کال و خو له نیکه مرغه چې تیاری مو درلود، له دانګامه تر پروانه پورې دا اردو، دا ملي امنیت او دا پولیس سلګونه میله په مخته تللی.))

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم تېر یوکال د امنیت له نظره د افغانستان لپاره د یو ستونزمن کال په توګه یادوي، خو د دې ترڅنګ د یو شمېرلاسته راوړنو خبره هم کوي. د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي:

((د دوی پلان داسې و چې بهرنیان له افغانستانه ووځي دوی په افغانستان کې لوی مرکزونه جوړکړي او حکومت ته به سترخطر رامنځته کړي، حکومت به سقوط سره مخ کړي، مګر تاسې ولیدل دوی د خیبرعملیات اعلان کړل د عظم په نامه یې عملیات اعلان کړل، سږکال دوی په خپل ټول توان او قوت سره بریدونه وکړل.))

د ښاغلي وزیري په وینا دوی غوښتل چې اته ولایتونه، شپیته ولسوالۍ ونیسې او دوه لویې لارې هم وتړي خو د افغان ځواکونو له تندو غبرګونونو سره مخ شول.

د تېریوکال روانې ناامنۍ ټول افغانستان په ځانګړي ډول یو شمېرختیځ او شمالي ولایتونه وځپل او د طالبانو ترڅنګ داعش هم ګوټ، ګوټ خپله توره جنډه ورپوله او د خپلولو جګړه ییزو فعالیتونو بېلګې یې وښودې.

دې ناامنیو تردې حده د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشران او ځايي چارواکي اندېښمن کړل چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم د فاریاب او سرپل جبهو ته ور ودانګل.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نورهم پوځي دریشي واغوسته او د افغانستان په ملي شورا کې ختیځ مېشتو چارواکو حکومت ته ګواښ وکړکه د ننګرهار د ناامنیو په اړه چوپه خوله پاتې شي نو دوی به خپله اقدام وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د افغان دولت وسله والو مخالفینو غوښتل چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مرکزونه جوړکړي خو د ماتې سره مخامخ شول.

خو تیرو راپورونوته په پام سره ویلي شو چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو په تېریو کال کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د لنډ مهالي لپاره یو شمېر ولسوالۍ لکه موسی کلا، نوزاد، کوهستانات، چاردره، دشت ارچي او یو شمېر نورې لاندې کړې چې ځیني یې اوس هم د دوی په ولکه کې دي.

عام خلک، دوی چې ترهرچا زیات په تېر یوکال کې د ناامنیو مزه څکلي وايي چې حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی دی.

د راپورونو له مخې په تېر یوه کال کې د ناامنیو له امله ډېری ملکي خلک اغیزمن شوي دي.

د افغانستان د بشرد حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي چې نه یواځې د مخالفینو په حملو کې بلکه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم ملکیان اغیزمن شوي دي:

((د سړک د غاړې ماینونو بیا هم په دغه دوره کې د ډېریوو ملکي خلکو ژوند واخیست، انتحاري حملې په خپل ځای پاتې دي او ځمکني منظم جنګونه ډېرشوي چې دا هڅې د جغرافیه او د یو اداري واحد د نیولو لپاره د مخالفینو له خوا شوي دي، کله چې دوی هم عملیات کړي د استوګني پرځایونو مرمۍ لګېدلي، یو بشري ناورین و د ملکي خلکو پر وړاندې.))

خلک د یوکلنې ناامنۍ په ترڅ کې یواځې وژل شوي او ټپیان شوي نه دي بلکه له خپلو کورنو هم بې ځایه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین وايي چې په تېریوه کال کې د روانو ناامنیو له امله دوه لکه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي:

((د تېرکال د میزان له میاشتې د روان کال تر میزانه پورې له هلمند، فایاب، کندز، غور او بادغیسه دوه لکه کسان له خپلو کورنو بې ځایه شوي چې له دوی څخه اتیازره بېرته خپلو سیمو ته کډه شوي او یو لک او شل زاره له هم په خپل حال پاتې دي.))

د افغانستان په ولایتونو او پایتخت کې انتحاري حملو او موټر بم چاودنو هم ګڼ شمېرکسان وژلي او تپیان کړي دي چې ترټولو ستره یې د کابل ښار د شاشهید موتر بم چاودنه وه چې په سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او د راپورلیکلو تردې دمه یې وروستۍ په پکتیکا ولایت کې یوځل بیا د والیبال په یو میدان کې د موټرسایکل سپرو له خوا د یکشنبې د ورځې هغه چاودنه وه چې لس کسه په کې ووژل شول او تر دېرشو زیات ټپیان شول.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون یو شمېرغړي په تېریوه کال کې د ناامنه افغانستان په امن کولو کې تیټ رتبه سرتیري نه ملامتوي بلکه ټوله بړه به مدیریت اچوي. د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړی صالح محمد صالح زیاتوي:

((په مدیریت کې ډېر زیات ضعف و، ټيټ رتبه سربازانو خپله مېړانه ثایته کړې که چېرې مدیریت سم وي او دغه ځواکونه سم لورته اداره شوي ول نو دومره مرګ، ژوبله نه رامنځته کېده اوس ډېره مرګه ژوبله لرو.))

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي دا مني چې په تېر یوه کال کې د دوی تلفات ډېر وو خو زیاتوي چې د مخالفینو په پرتله دوی ته کمه مرګ، ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي، د وسله والو مخالفینو ملاوې پردیو ترهګرو او استخباراتو ورتړلي او په مخامخ جګړه کې یې هم ترڅنګ ولاړ دي.

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې اوس هم د افغانستان په لسو ولایتونو کې د دغو کسانو په وړاندې تصفیوي عملیات روان دي.

خو د امنیتي چارو یو شمېرکارپوهان په دې نظردي چې ترکومه افغان ځواکونو لکه څنګه چې لازمه ده په درنو او پرمختللو وسایلو تجهیزنه شي او د ځمکني ځواک ترڅنګ یو پیاوړی هوايي ځواک هم ونه لري ستونزمنه به وي چې د امنیتي ګواښونو په وړاندې په بریالی ډول هر ډګر خپل او دښمن ته ماتې ورکړي.

دوی دغه شان تردې دمه د ملي دفاع وزارت سرپرستۍ ته په اشاري سره ټینګارکوي چې امنیتي کلیدي پوستونه باید د سرپرستانو له خوا نه بلکه د هغه کسانو له خوا اداره شي چې د ولس استازو رایه ورکړې وي.

XS
SM
MD
LG