د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

ولسي جرګه: د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ دې ژر پیل شي


د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ ژرترژره پیل کړي.

د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې الکترونیکي تذکرې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یو ضروري امر دی.

د ولسي جرګې غړي ټینګارکوي چې له الکترونیکي تذکرو پرته به راتلونکي انتخابات شفاف نه وي.

که څه هم حکومت تر اوسه څوځله د الکترونیکي تذکرو د ویش ژمنه کړې خولاهم د نامعلومه دلایلو له مخې د دې تذکرو د ویش دقیقه نیټه نه ده معلومه شوې.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو په دې برخه کې د حکومت پر دریځ انتقاد وکړ او وې ویل چې دا تذکرې د انتخاباتي نظام د اصلاح مهم اصل دی.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د وکیلانو له بحثونو وروسته له حکومته غوښتنه وکړه چې ژرترژره باید د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پيل کړي:

((د الکترونیکي تذکرو ویش د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یو ضروري امر دی، باید دا پروسه څومره چې ژر کیږي پیل شي، ټینګار کوم حکومت هغه ژمنې چې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یې کړي، باید دا ملي پروسه په شفاف ډول ترسره کړي، څو په انتخاباتو د خلکو بللی اعتماد بېرته ترلاسه شي او د انتخاباتو هغه نتایج چې اعلانیږي د خلکو د قبول وړ وګرځي.))

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې بحث د انتخاباتو د نظام اصلاح ته ځانګړی شوی وو او وکیلانو او د جرګې مشرله حکومته وغوښتل چې د انتخاباتو د اصلاح په خاطرکړې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اجراییه ریاست له دې وړاندې ویلي وو چې د الکترونیکي تذکرو لپاره ټولې چارې بشپړې شوې او د ولسمشرفرمان ته انتظار باسي.

ټاکل شوې وه چې تېره میاشت د الکترونیکي تذکرو د ویشل لړۍ پيل شي، خو په تذکره کې د افغان کلمې د لیکولو په سرلانجه رامنځ ته شوه او د لیکلو په پلوي یې په مرکزکابل او یو شمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې.

د ولسي جرګې غړي وایي، که حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح ژمنې کوي، نو الکترونیکي تذکرې د دې اصلاحاتو یو مهم جز دی.

د دې جرګې غړی محمد علي اخلاقي وايي چې دا مهال د الکترونیکي تذکرو ویش ته زیاته اړتیا لیدل کیږي:

((د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره یواځنۍ لاره د الکترونیکي تذکرو ویش دی، د ولسي جرګې غړي باید ټینګار وکړي چې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پيل شي له هغې پرته به موږ شفاف انتخابات ونه لرو.))

معلومه نه ده چې حکومت به څه وخت د الکترونیکي تذکرو ویش پيل کړي، خو څیړونکي د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي چې په وړو- وړو مسائلو ډیر وخت ضایع نه کړي.

ولسي جرګه په داسې حال کې له حکومته د الکترونیکي تذکرو د ویش او انتخاباتي نظام د اصلاح غوښتنه کوي چې د دې جرګې د راتلونکو انتخاباتو برخه لیک هم نامعلوم دی.

که څه هم پخوا تردې جمهوري ریاست د ولسي جرګې کاري دوره یو کال تمدید کړې، خو د انتخاباتو څارونکي ویره لري چې د انتخاباتي نظام د اصلاح په پلمه به د ولسي جرګې انتخابات یوکال وروسته هم ترسره نه شي.

XS
SM
MD
LG