د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

یوشمېر افغان مدني ټولنې د سام غونډ د هېواد په ګټه بولي


د افغانستان یوشمېرمدني ټولنې په کابل کې د سام یا د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو ناسته د افغانستان په ګټه بولي.

د افغانستان یو شمېر مدني ټولنې وايي؛ د سام په ناسته کې د افغان حکومت او ځوانانود وړاندیزونو ګډه طرح چې د دې ناستې چارواکوته وسپارل شوه؛ د نړېوالې ټولنې د پام وړ وګرځېده.

د افغانستان د مدني ټولنې یو شمېرغړیو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سام ناسته د هېواد په ګټه وبلله اوتاکید يې وکړ چې حکومت دې له دې فرصت څخه مناسبه ګټه پورته کړي.

دوی داهم وویل، افغان حکومت ته په کار ده چې د نړېوالې ټولنې د مرستوجلبولو ته؛ د سام د ناستې سپارښتنې په ښه توګه عملي کړي.

د مدني ټولنې منتخب استازي عزیز رفیعي وویل:

((په مجموع کې د سام د کنفرانس فضا قسماُ د افغانستان ملاتړ ته مساعده وه.

هیله ده چې د افغان حکومت راتلونکې طرحې او عملي کارونه وکړای شي؛ د نړېوالې ټولنې باور ډاډمن کړي او خدای مه کړه په چارو کې بي پروايي د دېسبب نه شي چې دا هڅې بې لارې او نړیوال متحدین له ستونزو سره مخ شي.))

سربېره پردې افغان حکومت هم د سام ناسته، د هېواد په ګټه بللې ده.

د سام ناسته د افغان حکومت د چارو د ارزونې او له دې حکومت سره د مرستو د جلبولو په هدف؛ د تیرې شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د نړۍ د دېرشو هېوادونو، د څلویښتو نړېوالو بنسټونو او همدارنګه، د هېواد د مدني ټولنو استازیو ګډون کړی و.

د مدني ټولنې استازیو وویل، په دې ناسته کې یې په شپږو مواردو کې خپل وړاندیزونه؛ د نړېوالې ټولنې استازیو ته سپارلي دي.

د مدني ټولنې غړې زرقا یفتلي وویل:

((په شپږو مواردو کې موږ وړاندیزونه په سند کې لرو؛ د امنیت او سیاسي ثبات، د فساد پرضد د مبارزې، د بشر د حقونو، ښې حکومتولۍ، اقتصادي ودې، بیارغونې، له خصوصي سکتور سره د مرستې او داسې نورو برخوکې کړي دي.))

د مدني ټولنې استازیو وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخاباتي اصلاحات، د برښنايي تذکرو ویش او د سولې دعالي شورا لغوه کول هغه موضوعګانې وې چې دوی د سام په ناسته کې مطرح کړي دي.

د دې ټولنې استازیو هغه میکانیزم هم واضح کړ چې په چارو کې یې د مدني ټولنې د څار د نقش لرلو په هکله تېره اوونۍ له حکومت سره لاسلیک کړی دی.

دوی تاکید کوي چې وړاندیزونه به يې د هېواد د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG