د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

په بلخ کې د خپلواکۍ ۹۶ کالیزه په جشنونو ولمانځل شوه


په بلخ ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ مه کلیزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې د لمانځلو په مقصد د بلخ ولایت د مختلفو قومونو سلګونه تنه ځوانان راټول او دا جشن یې په شاندارو مراسمو او اټنونو سره ولمانځه.

په بلخ ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ کلیزه په شاندارو مراسمو او د مزارشریف ښارپه سړکونو کې د ځوانانو په اټونو سره ولمانځل شوه.

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې په مناسبت د مزارشریف د مختلفو قومونو سلګونه تنه ځوانان د بلخ ولایتي شورا مخې ته راټول او له همدې سیمې څخه د اټونو په ترسره کولو او د هېواد د ملي بیرغ په لیږدولو سره دا مراسم ولمانځل.

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې د لمانځنې په منظور دا ځوانان د بلخ ادبي خوځښت له خوا د یاد جشن ترسره کولو ته را بلل شوي و چې په کې د مختلفو توکمونو ځوانانو ګډون درلود.

د بلخ ادبي خوښځت یاد ابتکار سبب شو چې وروسته له څو کلونو په لومړي ځل د هېواد د خپلواکۍ جشن په دا ډور شاندارو مراسمو او د خلکو په پراخ حضور سره ولمانځل شي.

په دې جشن کې څو تنو ګډونوالو ازادي راډیو ته داسې وویل:

((دا لومړی ځل دی چې وروسته له کلونو د هېواد د خپلواکۍ جشن په دا ډول شاندارو مراسمو او د ځوانانو په اټنونو او خوښیو سره لمانځو.))

((تردې پخوا د امنیتي لحاظه ویره موجوده وه چې دولت هم په عام محضرکې دا جشن نه لمانځه او دا ځل د یاد جشن د لمانځنې په وخت امنیتي تدابیر هم ډېر شدید وو.))

ذبیح الله احساس د بلخ ادبي خوځښت مشر وايي چې د دا ډول مراسمو د ترسره کولو هدف لومړی دا دی چې د خپل هېواد خپلواکي ولمانځې او بل دا چې په دې جشن کې د مختلفونو قومونو د استازو په ګډون سره غواړي چې ځوانانو ته د وطن پالنې او ملي یووالي روحیه قوي کړي.

په دې جشن کې د هېواد د ملي بیرغ د لیږد په منظور یو ستر کاروان جوړ شو او د هېواد درې رنګه بیرغ یې د مزار شریف په ټولو کوڅو او مهمو څلور لارو تاو را تاو کړ.

په یاد جشن کې ګډوالو د وزیرمحمد اکبرخان مقبرې ته هم ورغلل او د هېواد د ساتنې په منظورد هغه له سرښیندنو او میړانې څخه یې هم یادونه وکړه.

دا مراسم په بلخ ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان د یو ستر تصویر په پورته کولو سره پای ته ورسېدل.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG