د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د افغان حاجیانو د تیاریانو یوه لویه برخه بشپړه شوې


د افغانستان د حج اوقافو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو د تګ او د حج د مراسمو لپاره یې د تیاریانو یوه لویه برخه بشپړه کړې ده.

د دې وزارت مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، سږکال هڅه شوې چې د تېرو کلونو په پرتله سعودي عربستان کې افغان حاجیانو ته لازم سهولتونه رامنځ ته شي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت وايي، افغان حاجیانو ته په درېیو برخو کې بشپړ چمتوالی نیول شوی، لومړی په داخل کې د حاجیانو د کارونو د پړاونو بشپړول، دویم د انتقال پروسه او دریم په سعودي عربستان کې هغوی ته د لازمو اسانتیاو برابرول.

د دې وزارت مرستیال داعي الحق عابد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړچې سږکال افغان حاجیانوته د حج په مراسموکې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي:

((هغه څه چې په تیاریانو پورې اړه لري، د ویزو له صدور پرته هرڅه بشپړشوي چې د ویزې ورکړه له اختر وروسته شروع کیږي، تېره ورځ په ترکیه کې له چارتر اواریانا هوايي شرکتونو سره تړون لاسلیک شو او همدارنګه په سعودي کې د داخلي ترانسپورټ، تعمیر او د خوراکي موادو د برابرو په اړه هم تړونونه وشول.))

ښاغلی عابد مدینې منورې ته د هوا له لارې په مستقیمه توګه د حاجیانو لېږدول، د دوی لپاره درې وخته د خوراک برابرول، د حج په مراسمو کې د حاجیانو کم لګښت هغه تازه سهولتونه ګني چې سږکال افغان حاجیانو ته په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېروکلونوکې د حج او قافو او ټرانسپورټ وزارتونود حج د مراسمو لپاره د لازمو تدابیرو پوره ډاډه ورکړی و.

خو د حج له مراسمو وروسته ډیری حاجیانو د بېلابېلو ستونزو له موجودیته سرټکاوه او یادونه یې کوله چې له بیت الله شریف څخه د دوی د اوسېدنې ځایونه لرې ول، دغه شان په پروسه کې د شفافیت نشتوالی، په خپل وخت د ښوونکو نه حاضرېدل او په هوايي ډګرونوکې په ساعتونو ساعتونو د دوی انتظارهغه څه وچې تېرکال یې افغان حاجیان سخت ستړي کړي و.

له بله پلوه سږکال د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت د تللي پلاوي په ترکیب کې د ولسي جرګې یوشمېر غړیو هم ګډون درولود.

د ولسي جرګې غړی خلیل الله شهید زاده چې په سعودي عربستان کې د حج او اوقاف وزارت له کارونو څارنه کوله د یاد وزارت کارونه شفاف بولي:

((ډاډ ورکوو چې انشاالله له هرډول ستونزې او د یوه ریال له فساده پرته پروګرام په شفاف ډول بشپړ شوی دی.))

ښاغلی شهیدزاده ټینګار کوي چې سږکال په سعودي عربستان د افغان حاجیانو د اوسېدونې ځایونه حرم شریف ته نږدې واو د درې وخت ډوډۍ په ورکولو سربېره افغان حاجیانو ته یو شمېرنور سهولتونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د معلوماتو په اساس سږکال سعودي عربستان د افغان حاجیانو د انتقال پروسه د اسد د میاشتې په ۲۸ مه نېټه پيلېږي چې د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکوله لارې به په شلو ورځو کې بشپړه شي.

د افغانستان په حکومتي ادارو کې شته فساد ته په کتوخلک ډاډمن نه دي چې یاده پروسه څه ډول چې باید وي، هغه شان مخته ولاړه شي.

خود حج اوقافو وزارت مسوولین ډاډ ورکوي چې د دې پروسې د شفافیت لپاره یې سږکال د حج په پروسه کې له لس ملیونه ډالرو زیاته سپما کړې ده او افغان حاجیان کولای شي په کمو پیسو د حج مراسم ادا کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG