د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د متقاعدینو د تنخواګانو د وېش په سیسټم کې بنیادي اصلاحات رامنځته کیږي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ هڅې یې تیزې کړی چې د تقاعد په سیسټم کې یولړ بنیادي اصلاحات رامینځته کړي؛ څو متقاعدین وکړای شي؛ په اسانۍ سره له بانکونو تنخوا ګانې ترلاسه کړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ تصمیم یې نیولی چې د کار په سلو ورځو کې پنځوس زره متقاعدین په کمپوټري سیسټم کې شامل کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریا خېل؛ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ نوی سیسټم به متقاعدینو ته د تنخواګانو ورکړه اسانه، شفافه او له هرډول درغلیو پاکه کړي.

مېرمن اوریا خیل وویل، سره له دې چې اوسمهال، په کابل کې د متقاعدینو د تنخواګانو د پروسې د شفافیت په مقصد، کمپیوټری سیسټم فعال دی؛ خو تصمیم لري چې دا سیسټم له دې هم مجهز او پرمختللی کړو:

((د شفافیت لپاره چې په راتلونکې کوم پلانونه لرو؛ سیسټم به له دې هم شفاف کړو.

سیسټم به بای میټریک کړو چې هېڅوک دوه کارتونه و نه لري او بله دا چې د متقاعدینو د وکالت سیسټم به له مینځه یوسو؛ ځکه چې اوسمهال داسې هم لیدل شوی، د یو څوک چې مړ یا شهید شوی په نامه یې اسناد جوړ شوي او وکیل یې تنخوا اخلي؛ دا او دا ډول نورې درغلۍ به له مینځه یوسو.))

نړېوال بانک په دوه زره نهم میلادي کال کې؛ د متقاعدینو د تنخواګانو د پروسې د شفافیت په مقصد؛ په کابل کې د تقاعد د خزاینو په ریاست کې، یو مجهز کمپوټري سیستم جوړ کړ چې تراوسه په کې شا وخوا څلوېښت زره متقاعدین راجسټرشوی او هره ورځ په کې له سلو څخه نیولی؛ تر دوه سوو پورې متقاعدین ثبتیږي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزیره وايي؛ اوس هم د متقاعدینو ستونزې په بشپړه توګه اوارې شوي نه دي او د تنخواګانو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

مېرمن اوریا خیل دا هم وویل، د دې ستونزې اواري ته یې یو کمیسیون ګمارلی چې د تقاعد د خزینې له ریاست سره فني مرستې وکړي.

مېرمن اوریاخیل وویل، اوسمهال د هېواد په اکثرو ولایتونو کې متقاعدین خپلې تنخوا ګانې؛ له بانکونو څخه اخلي او هڅې روانې دي چې دا سیسټم د هېواد په ټولو ولایتونو کې فعال کړي.

کارپوهان وايي، حکومت ته په کار ده چې په لومړي سر کې ټول متقاعدین په کمپوټري سیسټم کې داخل؛ ظرفیتونه لوړ او د قیقه څارنه يې وکړي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((د کار او ټولنیزو چارو د وزارت تصمیم پرځای دی؛ دا ستونزمنه مساله نه ده، یوازې یوې کلکې ارادې ته ضرورت لري. دې پروسې ته باید ظرفیتونه وروزل شي.

قانون او پروسیجر ورته له پخوا څخه جوړ شوی؛ اوسمهال ښه مدیریت او غوڅه اراده غواړي.))

د کار اوټولنیزو چارو وزارت وايي؛ اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې یولکو اتیا زره متقاعدین شته چې دمالیې د وزارت د تقاعد ریاست له لارې تنخواګانې اخلي.

دا هم ویل کیږي چې که سمه ارزونه وشي؛ په ګڼو دولتي ادارو کې داسې کسان هم شته د عمر له پلوه تقاعد ته جوړ دي او د متقاعدینو په شمېر کې به زیاتوالی راولي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG