د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ته د مشرانو جرګې خبرداری


د افغانستان د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون، خبرداری ورکوي که د لوړو زده کړو وزارت چارواکي په یاد وزارت کې د فساد مخه ونه نیسي؛ نو عدلي او قضايي ارګانو ته به یې معرفي کړي.

د پیسو په بدل کې د ډیپلوم ورکړه؛ له جوزا پرته د خصوصي پوهنتونو فعالیت او د وزارت د لایحې نه تطبیق؛ له معیار پرته د استادانو په دندو ګمارل؛ له نړېوال معیار خلاف د لیسان او ماسټري تدریس او په ټول هېواد کې د یو واحد تحصیلي نصاب نه شتون؛ هغه ستونزې دي چې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ورنه یادونه کوي.

د دې کمېسیون رییس زلمي زابلي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په دې برخه کې دوی کره اسناد هم لري او دغه موضوع یې د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره هم مطرح کړې ده.

((د ځینو پوهنځیو په استازیتوب اسنادونه په جعلي شکل په خپله وزارت کې تهیه کیږي؛ موږ یې اسناد هم لرو، ممکن یو کس پنځه ورځې پوهنځي ته نه وي حاضر شوی؛ خو دوی د لیسانس سند ورته د شپږ زره ډالرو په مقابل کې ورکوي؛ دا ډېره خطرناکه موضوع ده؛ خپله د وزارت مامورینو او ځینو محصلین دغه موضوع موږ ته را رسولې ده.))

ښاغلي زابلي ګواښ وکړ که د لوړزده کړو وزارت چارواکي په دې وزارت کې شته ستونزې هوارې نه کړي؛ نو عدليي او قضایي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.

دا مهال په ټول هېواد کې ۳۶ دولتي او ۱۱۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړ زده کړو موسسې فعالیت لري چې څه باندې درې سوه زره محصلین په بېلابېلو څانګو کې په کې زده کړې کوي چې شل فیصده یې نجونې جوړه وي.

د لوړو زرده کړو وزارت که څه هم په یادو وزارت کې شته فساد او ستونزې نه تاییدوي اونه یې هم ردوي؛ خو سپارښتنه کوي، که څوک په دې برخه کې اسناد لري؛ له دوی سره دې شریک کړي.

د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش وايي؛ د وزارت رهبري ژمنه ده چې د لوړو زده کړو په وزارت کې فساد له منځه یوسي:

((کله چې په وزارت کې د فساد موضوع مطرح کیږي؛ دغه موضوع باید له موږ سره شریکه شي؛ په دې برخه کې باید ډېر معتبر اسناد موجود وي؛ څو په دې برخه کې موږ جدي اقدامات په نظر کې ونیسو.))

له دې وړاندې تل داسې انتقادونه موجود وو چې د یاد وزارت چارواکي د کانکور په سیسټم او د تحصیلي بورسونو په ویش کې پراخې قانوني سرغړونې کوي.

خو د لوړو زده کوړ وزارت چارواکي وايي چې په دې برخه کې یې ستونزې تر ډېره حل کړې او تېر کال یې په کانکور کې ۷ زره درغلي کوونکي له زده کړو محروم کړي دي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې حکومت باید په تحصیلي او اکاډمیکو موسسو کې د اداري فساد او ستونزو مخنیوی وکړي؛ څو د هېواد راتلونکی نسل له وخت سره سم په عصري علم سمبال او خپل هېواد ته د خدمت جوګه وګرځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG