د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د کانونو په برخه کې نه ظرفیت شته او نه د کارګرانو ژوند ته پام کیږي


د بشري حقونو فعالې ډلې د افغانستان په کانونو کې د کارګرانو حالت سخت د اندیښنې وړ بولي.

د بشري حقونو د دفاع او تحقیق ډلې د افغانستان د کانونو په اړه په خپل تازه راپورکې ویلي چې په تقریبا ټولو کانونو کې غیر معیاري استخراج ترسره کیږي او د کارګران له ګڼو سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د بشري حقونو د دفاع او تحقیق ډله وايي، د افغانستان په کانونو کې کارګران په داسې یوه حالت کې دي چې که جدي پام ورته ونه شي یو لوی ناورین رامنځته کیږي.

دې ډلې په خپل تازه راپورکې ویلي چې د افغانستان په کانونوکې هیڅ ډول قانون او معیار نه مراعات کیږي او کارګران په ډېر بد وضعیت کې کار کوي.

د دې ډلې رییس عطاالله خان د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کانونو په برخه کې ظرفیت نه دی موجود او د کارګرانو ژوند ته هیڅ پام نه کیږي:

«زموږه تحقیقات ټیم څلورو ولایتونو ته ولاړ. هلته یې شپږ معدنونه وڅېړل. تقریباً شپږ سوو کسانو سره یې مرکې وکړې.

موږ ته دا په ډاګه شوه چې په معدن کې کارکوونکي په ډېر خراب وضعیت او شرایطو کې کار کوي.

سم لباس نه لري. خواړه سم نه ورکول کیږي. ظرفیتونه یې ډېر ضعیفه دي. مهمه موضوع دا وه چې موږ ولېده په معدن کې کم سنه ماشومان کار کوي.»

ښاغلي عطاالله زیاته کړه، که څه هم د دوی تحقیقات په رسمي کانونو کې ترسره شوي خو چارواکي باید د ټولو کارګرانو د ژوند او ظرفیتونو د جوړولو او د قانوني استخراج برخو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د دفاع او تحقیق ډله په داسې حال کې په کانونوکې د کارګرانو په ژوند انديښنه ښکاره کوي چې څو واره په کانونو کې د چاودنو او د کانونو د رالوېدو په پيښو کې ګڼ شمیر کسان مړه شوي دي.

د دغو مرګ ژوبلو د یوې تازه بېلګې په توګه شاوخوا لس ورځې مخکې د سمنګان په شباشک کان کې د ګازو د خپریدو له امله د پنځو کارګرانو مړېنه یادولی شو.

اخوا د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي چې د کانونو په برخه کې په خاصه توګه د قراردادونو لپاره ظرفیت نه دی موجود او نورې زیاتې ستونزې هم په ځای پاتې دي.

داوود شاه سبا د چهارشنبې په ولسي جرګه کې وویل چې هڅه کوي د قراردادونو په اصلاح سره تخنیکي ستونزې هوارې کړي او ورسره د کارګرانو ژوند هم ښه شي:

«د کانونو قراردادونه په ټوله نړۍ کې ډېر پیچلي وي. زه واقعا تاسو ته وایم چې ظرفیت یې نه لرو.

د کانونو په برخه کې باید هیڅ څه پټ نه وي ټول افغانان باید پرې خبر وي. موږ به اصلاحات له وړو کانونو پیلوو که تېروتنې هم وکړو په وړو کانونو کې به وي د افغانستان څو نسله به یې رنځ نه وړي.

دا په ټولو کانونو کې یوه قاعده ده کله چې قرارداد کوئ په دې معنی نه ده چې ټولې پیسې به ترلاسه کوئ تر ټولو لومړی به د امکاناتو مطالعې ترسره کوي.»

ښاغلي سبا همدا راز وویل چې تردې پخوا د کانونو په ډېرو قراردادونو کې د کان چاپیریال او ټولنیز پرمختګ ته پام نه دی شوی خو له دې وروسته به په پام کې نیول کیږي.

کارپوهان هم ټینګار کوي چې د افغانستان کانونه د دغه هیواد لویه شتمني جوړوي او د کارګرانو د ژوند په ښه کولو سره به اقتصادي ستونزې له منځه ولاړې شي او هم به د اقتصاد په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG