د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونو اندېښنې راپارولي


د افغانستان په شمال کې د سلګونه بهرنیو او کورنیو جنګیالیو تر څنګ، د اسلامي دولت یا داعش ډلې فعالیتونو اندیښنې راپارولي.

په ولسي جرګې کې د شمالي ولایتونو استازې وايي، چې دغه ډله اوس په تخار، بغلان، کندز، جوزجان او فاریاب کې خپلو لیکو ته ځوانان جذبوي او د پخوا په پرتله د دوی فعالیتونه زیات شوي دي.

په ولسي جرګې کې د بغلان استازې ناجیه ایماق وايي؛ خلکو ورته ویلي چې داعش د شمال خیتځو ولایتونو په لرې پرتو کلیو کې خلک مجبوروي؛ څو له دوی سره یو ځای شي او په خبره یې خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې له دوی سره د نه یو ځای کېدو په صورت کې به د دوی سرونه پرې کړي:

"تر بدخشان، سرپل، فاریاب، جوزجان، کندز او بغلان پورې، په ټولو دغو ولایتونو کې د داعش له لوري سرتیرې استخدامیږي. دا موږ تاییدو او ټول استازې هره ورځ دا موضوع په پارلمان کې یادوي."

حکومت له دې وړاندې په افغانستان کې د دغه ډلې د حضور په اړه بیلابیل نظرونه څرګندول او هغه یې یوازې تبلیغاتي او رواني جګړه بلله تر څو چې دغې ډلې په ننګرهار کې د هغه انتحاري حملې مسوولیت ومانه چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دې پيښې په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیت په اړه د افغان حکومت نظر بدل کړ؛ تر هغو چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په وروستیو کې د اسلامي دولت ډله یا داعش د افغانستان لپاره جدي ګواښ وباله.

ښاغلي اتمر خبرداری ورکړ چې دغه ډله هڅه کوي؛ څو خپل فعالیتونه د افغانستان له لارې د دغه هېواد شمالي ګاونډیو ته وغځوي.

اخوا کارپوهان وايي، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو علت دا دی چې افغان حکومت او امنیتي ځواکونه خپلو کې همغږې نه دي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او پوځي کارپوه فقیر محمد فقیر وايي؛ لومړی خو اړتیا ده چې حکومت د وسله والو پر وړاندې خپل ځواکونه منسجم کړي او بیا له ګاونډیو سره خپل اړیکې روښانه کړي.

"له ریاست جمهورۍ څخه نیولې تر کاتب او سرکاتب او بلاخره ولسوال پورې؛ هېڅ ډول همغږي نه لري. دولت باید د پاکستان او مخالفینو پر وړاندې روښانه پالیسي ولري."

خو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغې ډلې له لورې د ځواکونو استخدامول یوه بې نتیجه هڅه بولي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

"داعش که هڅه وکړي، په افغانستان کې ځواکونه ځان ته جذب کړي؛ دا هڅه به بې نتیجه وي ځکه چې په افغانستان کې د داعش د جګړې لپاره هېڅ ډول توجه نه لیدل کیږي. خو د یوې تروریستي ډلې په توګه به طبعاً هڅه وکړي؛ څو په افغانستان کې ځای پيدا کړي او یا هغه کسان جذب کړي چې له تروریزم، طالبانو او حقاني سره یو ځای د خلکو پر وړاندې ودریږي."

کارپوهان وايي، په افغانستان کې د داعش رامنځ ته کېدل بهرني پلانونه دي.

دوی وايي، افغان حکومت ته لازمه ده چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره د ګاونډیو هېوادونو همکاري هم را جلب کړي.

XS
SM
MD
LG