د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت کمیټې افغان ځواکونو ته د وینې ورکولو کمپاین پیل کړ


د افغان ښځو د سیاسي مشارکت کمیټې په یوه بې ساري اقدام کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت په نوم یوې ټولنې هوډ کړی چې ټپي عسکرو او د جګړې قربانیانو ته د وینې په ورکولو سره افغان امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړي.

د ښځو دې ټولنې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سردار محمد دوادو خان په څلورسوه بستریز روغتون کې د وینې ورکولو کمپاین پيل کړ او ویې ویل چې دا کمپاین به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د ښځو د سیاسي مشارکت د کمیټې مسوولې ډاکټر عالمې وویل چې د دې کمپاین اصلي هدف دا دی چې د هېواد له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړي:

"طبعاً کله چې سربازان او ټول افغان امنیتي ځواکوونه ویني چې د دې هېواد وګړي د دوی په څنګ کې دي؛ هغوی خپلو مبارزو ته دوام ورکوي او موږ له ټولو افغانانو غوښتنه کوو چې لطفاً د خپلې وینې په ورکولو سره د افغان امنیتي ځواکونو ژوند وژغورئ."

د سردار محمد داوود خان روغتون د وینې د بانک مرستیال ډاکټر زیارت ګل ساپي رسنیو ته وویل چې له دې کمپاین څخه تقریباً پنځه لس زره سي سي وینه د وینې بانک ته انتقال شوې ده.

یو شمېر روغتیايي متخصصین بیا وایي چې د ویني ورکړه سالم انسان ته هېڅ زیان نه رسوي. خو د بل اړ انسان ژوند ژغورلی شي.

په عین حال کې د پیل شوي کمپاین ګډون کوونکي همداراز له نورو خلکو هم وغوښتل چې په دې کمپاین کې برخه واخلي.

ګل مکۍ سیاووش وویل:

"موږ دلته نن ورځ په دې خاطر راټول شوي یو چې خپلو افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړو؛ له خپلو ټولو هېوادوالو هم غواړم چې د ملي اوردو او نظامیانو څخه د مننې په ډول خپله وینه ورکړي او دا یو دود وګرځوي."

افغان ټکواندوباز نثار احمد بهاوي بیا په دې اړه وویل چې زموږ د هېواد مدافعین د قدر وړ دي او موږ غواړو چې د خپلې وینې په ورکولو سره د خپلو امنیتي ځواکونو ژوند وژغورو.

دا لومړی ځل نه دی چې یو شمېر مدنې ټولنې د وینې په ورکولو سره له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګندوي؛ بلکې تر دې مخکې هم ورته کمپاینونه ترسره شوي دي.

خو یوشمېر داسې اندیښې هم شته چې ممکن له یادو کمپاینونو څخه ترلاسه کېدونکي وینې اړو خلکو ته ونه رسیږي.

داسې راپورونه هم شته چې په جګړې کې ډېری وخت د امنیتي ارګانونو ټپي منسوبین د وینې د نه ورسېدو له امله ساه ورکوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG