د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د افغانو ښځو شبکه: تر انتخاباتو وروسته د ښځو سیاسي مشارکت کم شوی


د افغان ښځو شبکه د یوه نوي راپورپه خپرولو سره وایې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د دې هېواد په نظام کې د ښځو سیاسي مشارکت د پام وړ کم شوې.

دا راپورد ښځو له وضیعته د څارنې ترعنوان لاندې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو.

د دې ادارې څیړنې ښيې چې په لیرو پرتو ولایتونوکې اکثریت ښځې له سختو ستونزو سره مخامخې دي.

د افغان ښځو شبکه وایي چې د امنیت د انتقال پروسه او د جمهوري ریاست انتخابات د دې سبب شول چې د ښځو په وړاندې ستونزې زیاتې شي.

د دې شبکې له خوا خپور شوی راپور څرګندوي چې له انتخاباتو وروسته په نظام کې د ښځو سیاسي مشارکت کم شوی.

د ښځو د شبکې مشرې حسینې ساپۍ د چهارشنبې په ورځ وویل، په تیرو دیارلسو کلونو کې په سیاسي، انکشافي او سولې په پروسې کې د ښځو ونډه ګټوره وه خو کافي نه وه:

″زموږ څيړنې دا په ګوته کوي، هرڅومره ښځې په سیاسي مشارکت کې برخه ولري هغومره کولای شو چې له ښځو سره مرسته وکړو او دا د دوي په ژوند کې خورا ډيراغیز لري.″

یادې شبکې د افغان میرمنو د ستونزو په اړه یوه سروې کړې او دا ډول سروې ګانې له ۲۰۱۱ کال را په دې خوا څو ځله شوي دي.

د افغان ښځو د شبکې له خوا په یاده سروې کې له څلورسوه څخه ډيرو ښځو او نږدې درې سوه نارینه وو څخه په دولسو ولایتونو کې معلومات اخیستل شوي دي.

د دې راپورپه اساس افغان میرمنې په دې هېواد کې له امنیتي ګواښونو او ټولنیزو ځورونو سره مخامخې دي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايې چې د ښځو د امنیت خوندیتوب د دوې د کارونو په لومړیتوب کې ځای لري.

د دې وزارت د عامه اړیکو امرهدایت الله حافظ وویل چې د ښځو په وړاندې ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دوي هڅې روانې دي:

″پولیس په ډيرو مواردو کې هڅې کړي چې د ښځو د امنیت او نورو ستونزو ته رسیده ګي وکړي، نو بیا هم ډاډ درکوو چې دا مسایل زموږد کارونو په لومړیتوب کې دي.″

په عین حال کې د افغان ښځو شبکه له حکومته غواړي چې د ښځو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

یو شمېرکارپوهان بیا ټينګارکوي چې په سیاسي مشارکت کې د ښځو ونډې ته باید جدي پام وشي.

XS
SM
MD
LG